د پېښور په بېلابېلو بازارونو کې نن د اختر د خریداریو وروستۍ ورځ ده. هټیوال وايي، په پاکستان کې د انفلاسیون له امله په دې اختر کې په بازارونو کې د پېرودونکو ګڼه ګوڼه کمه ليدل کيږي. دوي وايي، چې د پېرودونکو د کموالي له امله ډېرو دوکانونو ته کمپنيو د توکو رسول بند کړي دي. داسې ډېر دوکانونه هم شته چې د لګښتونو د نه پوره کيدو له امله د مالکانو له خوا په کرايه ورکړل شوي دي.
شاهین افریدی – امریکا غږ