د مصر ولسمشر امریکايي جنرال سره خبرو کې په سیمه کې د کړکېچ زیاتېدو خبرداری ورکړ

عبدالفتاح السیسي او جنرال چارلز سي‌کیو براون په مصر کې لیدلي

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د یکشنبې په ورځ اګست ۲۵ (وږي څلورم) له یو لوړپوړي امریکايي جنرال سره په لیدنه کې د اسرائیل او لبنان ترمنځ پر پوله د تاوتریخوالي له امله په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.

د فرانسې خبري‌ اژانس د مصر د ولسمشر د دفتر د اعلامیې له مخې په یو راپور کې ویلي چې السیسي په دې لیدنه کې په لبنان کې د نوې جبهې د جوړېدو د ګواښ په اړه خبرداری ورکړ او په دغه هېواد کې یې د ثبات او حاکمیت د خوندي ساتلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د مصر د ولسمشر او د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال چارلز سي‌کیو براون چې د متحده ایالاتو تر ټولو لوړ پوړی پوځي افسر دی ترمنځ دا لیدنه څو ساعته وروسته له هغې وشوه چې اسرائیل پر لبنان هوايي بریدونه وکړل.

اسرائیل ویلي پر خپله خاوره باندې د لبنان د وسله‌والې ډلې حزب‌الله د برید د مخنیوي لپاره یې هوايي بریدونه کړي دي.

مصر د ښکېلو خواو ترمنځ د یو مهم منځګړي په توګه یو ځل بیا د زغم او د تاو تریخوالي پر کمولو ټینګار کړی او متحده ایالاتو ویلي چې له اسرائیل سره به د امریکا د پوځ مرستې پر خپل ځای وي.

دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې د غزې په تړانګه کې د اوربند پر سر د توافق لپاره د امریکا د استخباراتو (سي ای اې) مشر ویلیم برنز د مصر په پایتخت قاهره کې د سولې په پلان شویو خبرو کې ګډون وکړي.

د مصر د ولسمشر د دفتر په اعلامیه کې راغلي‌ چې السیسي د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د تبادلې لپاره د نړیوالې ټولنې پر غوڅ دریځ ټینګار کړی او د مصر،‌ امریکا او قطر له خوا د سولې د ګډو هڅو په برخه کې د قوي غبرګون ښودلو غوښتنه کړې ترڅو په سیمه کې سولې او ثبات ته لاره پرانیستل شي.

د نتانیاهو د دفتر یو چارواکي ویلي چې د قاهرې په غونډه کې د اسرائیل د استخباراتو د مشر د ګډون په اړه به د ورځې تر پایه تصمیم ونیول شي.

همدا شان حماس ویلي چې دوی به خپل پلاوی قاهرې ته ولیږي خو په خبرو کې د ګډون پر ځای به یوازې د مصر له چارواکو سره وګوري.

ټاکل شوې وه چې د حزب‌الله د ډلې مشر حسن نصرالله په ځایي وخت د ماښام په شپږو بجو د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.