د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د نشه يې توکو استعمال ورځ تر بلې په زیاتېدو دی، د سيمې خلک يې د مخنيوي غوښتنه کوي.
په پکتیکا کې د عامې روغتيا رياست مسوولين او يو شمېر قومي مشران وايې په دې وروستيو کې په ارګون کې په نشه د روږدو کسانو شمېر زيات شوی.
دوی يې لاملونه د بې روزګارۍ تر څنګ په دې سيمه کې د نشه يې توکو په پراخه اندازه پېر او پلورل ګڼي. د ارګون ولسونه له دولت څخه د جدې پاملرنې غوښتنه.