ډاکټران: د ګوزڼ ویروس په مبارزه کې د علمي بنسټونو څیړنې اغیزناکې دي

Afghanistan Polio Campaign

د فراه یو شمېر ډاکټران وايي، له پولیو او نورو ساري ناروغیو سره د مبارزې په برخه کې علمي څېړنو ته اړتیا ده چې لوستي کسان د دغو ناروغیو په اړه لازم معلومات ترلاسه کړي.

د دوی په باور د ګوزڼ په وړاندې په روانه مبارزه کې د علمي بنسټونو څیړنیز معلومات د پام وړ اغیز کوي.

ډاکټر محمد عاطف شېرزاد امریکا غږ ته وویل، څیړنیز معلومات د نړۍ په کچه هغه کره او تائید شوي علمي مواد دي، چې د پولیو او واکسین په تړاو ډېرې پوښتنې په اسانۍ سره ځوابوي.

نوموړي وویل: "که چیرې خلک د پولیو ناروغۍ په تړاو کافي معلومات ونه لري، او یا هم د دغه ناروغۍ د واکسین په باره کې شک ولري او یا حتی د واکسین د تطبیق څخه منکره وي نو ښه خبره داده چې له دې ډول خلکو سره د نورې نړۍ تحقیقات او تجربې شریکې شي. "

د نوموړي په خبره، له دې مخکې د دریمې نړۍ ډیری هېوادونو هم د ګوزڼ په محوه کولو کې د افغانستان په څېر خنډونه درلودل، چې وروسته یې د ولس په مرسته د پولیو ناروغي له منځه یوړه.

ښاغلي شیرزاد زیاته کړه: "زمونږ علمي او روغتیایي مرکزونه باید د نورې نړۍ خصوصاً د درېیمې نړۍ د هېوادونو هغه علمي تجربې او تحقیقات چې له افغانستان سره مشابه شرایط لري، له ولس سره شریک کړي، مثلاً ولې یو شمېر کورنۍ فکر کوي چې واکسین حرام دی یا ورته تاوان رسوي، که چیرې دا خبره رښتیا وي نو باید په ټولو ځایونو کې دا حرام وي، چې داسې نه ده. "

په ورته مهال روغتیایي چارواکي د ګوزڼ سره د مبارزې په روان بهیر کې علمي څیړنې اغیزمنې بولي.

د فراه د عامې روغتیا رئیس، مولوي احسان الله شاکر وايي چې علمي تحقیقات د عامه پوهاوي او کمپاین په تطبیق کې مرسته کوي.

نوموړي وویل: "د پولیو په وړاندې په روانه مبارزه کې د علمي بنسټونو تحقیق او څیړنې د عامه پوهاوي په برخه کې زیاتې اغیزمنې دي او د کمپاین په تطبیق کې ګټورې تمامیږي."

د نړيوالو او کورنیو هڅو سره سره، افغان ماشومان لا تر اوسه هم د ګوزڼ ناروغۍ له خطر سره مخ دي او کارپوهان ټینګار کوي، چې د بشپړې محوې لپاره اړتیا ده چې ټولې کورنۍ خپل ماشومان پر وخت واکسین کړي.