د کرکټ په نړیوال جام کې د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم اتمه) د افغانستان د ټیم کپتان حشمت الله شهیدي د پچې له کټلو وروسته د توپ اچولو پرېکړه وکړه.
د هند په پونی کې، په دغه لوبه کې د افغانستان په ټیم کې د ورو توپ اچوونکي نور احمد پر ځای تیز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي لوبه کوي.
په روان نړیوال جام کې افغانستان او سري لانکا دواړو دوه-دوه لوبې ګټلي دي.
تر دې مهاله د دواړو هېوادونو تر منځ د ټولو ۱۱ نړیوالو یو ورځنیو لوبو درې افغانستان ګټلې دي.
د افغانستان لوبډله: رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، حشمت الله شهیدي (کپتان)، رحمت شاه، عظمت عمرزی، اکرام عليخیل، محمد نبي، راشد خان، مجیب الرحمن، نوین الحق، فضل الحق فاروقي
د سري لانکا لوبډله: پاتم نیسانکا، دیموت کروناراتني، کوشل مینډیس (کپتان)، سدیرا سماراویکراما، چاریت اسلانکا، داننجایا ډي سلوا، انجیلو میتیوز، مهیش تییکشنا، کاسون راجیتا، دوشمنتا چمیرا، دلشان مادوشنکا