د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال جام کې د افغانستان شپږمه لوبه او چمپین ټرافي ته یې د وتلو هيلې 


افغان لوبغاړو په نړیوال جام کې پاکستان ته تاریخي ماتې ورکړه
افغان لوبغاړو په نړیوال جام کې پاکستان ته تاریخي ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام په روانو سیالیو کې سبا دوشنبه اکتوبر ۳۰ (لړم اتمه) له سري لانکا سره لوبه لري.

دا لوبه د پونې په ښار کې ده. افغان لوبغاړي د هند په چینای کې پاکستان ته له ماتې ورکولو ورسته پونې ته رسېدلي دي.

افغانستان تر دې دمه په نړیوال جام کې پنځه لوبې کړې دي او دوې یې ګټلې دي. سري لانکا هم همدومره لوبې کړې او همدومره یې ګټلې دي.

افغانستان او سري لانکا په ورستي ځل څو اوونۍ مخکې د پاکستان د لاهور په ښار کې د اسیا کپ په سیالیو کې سره مخامخ شول، چې د یوې ډراماتیکي لوبې په پای کې سري لانکا وګټله. خو د روان نړیوال جام په تمریني لوبې کې افغانستان بیا سري لانکا ته ماتې ورکړې ده.

د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکی جاناتن ټرووټ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې له سري لانکا سره لوبې ته به له ښه پلان سره میدان ته ښکته کېږي.

له پاکستان څخه د لوبې تر ګټلو وروسته د افغانستان لوبغاړي په کور دننه او بهر ډېر وستایل شول او داسې ښکاري چې له سري لانکا سره به په لوړه روحیه لوبه کوي.

چمپین ټرافي ته د افغانستان د وتلو چانس

افغانستان دا مهال د نړیوال جام د لسو لوبډلو په منځ کې په اووم مقام کې دی. که افغانستان د نړیوال جام تر پای پورې په اووم یا اتم مقام کې پاتې شي، د ۲۰۲۵ کال د چمپین ټرافي (Champions Trophy) سیالیو ته به هم لار وکړي.

د کرکټ مشهور ویبسایټ «espncricinfo» راپور ورکړی دی چې د دغه نړیوال جام د سر اته لوبډلې به د چمپين ټرافي را روانو سیالیو کې لوبېږي. د دغو لوبو کوربه پاکستان دی، پاکستان د ۲۰۱۷ کال کې دا اتلولي ګټلي وه. پاکستان د دغو سیالیو کوربه دی او وار دمخه په کې دي، باید افغانستان د نړیوال جام په اوو غوره لوبډلو کې راشي چې چمپين ټرافي ته لار وکړي.

دغه ویبسایټ د کرکټ د نړیوالې شورا د یو ویاند له خولې لیکلي دي چې آی سي سي وار د مخه دا پرېکړه کړې ده، د دغې پرېکړې په اساس، ویسټ انډیز، زمبابوې او ایرلنډ، چې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړي دي، چمپین ټرافي ته د وتلو هېڅ چانس نلري، ځکه چې دوی په نړیوال جام کې نشته.

افغانستان له سري لانکا پرته په نړیوال جام کې له هالنډ، جنوبي افریقا او استرالیا سره هم لوبې لري، اوس شاید افغان لوبغاړي یوازې په نړیوال جام کې د پرمختګ په فکر کې نه وي، بلکې په دې فکر کې هم وي چې لوبې وګټي او چمپین ټرافي ته هم لار وکړي.

افغانستان لا د نړۍ په دغو مشهورو سیالیو کې لوبې نه دي کړي.

په روان نړیوال جام کې ټولې لس لوبډلې لوبېږي او د سر څلور لوبډلې به یې نیمه پایلوبو ته وځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG