د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ "پي ټي اېم" د مشر منظور احمد پښتین ضمانت منظور کړی خو قاضي د یوې بلې قضیې اورېدنې ته د تلو له کبله د هغه د خوشې کېدو پر ضمانت پاڼو لاسلیک نه دی کړی.
د دغه غورځنګ يوه مخکښ غړي، ادریس پښتین چې د منظور پښتین د راخوشې کېدو لپاره د ضمانت چارې یې پرمخ وړي د امریکا غږ له افغان څانګې سره په خبرو کې وویل:” نن د ډسمبر پر ۲۶مه د ترهګرۍ ضد محکمې د منظور پښتین پرضد د ترهګرۍ په دواړو قضیو کې د هغه ضمانت ومانه، او د هرې قضیې لپاره یې قاضي د ۳۰، ۳۰ زره روپیو د ضمانتي بانکي بانډونو جمع کولو امر وکړ.“
نوموړي زياته کړه چې هغوی د ضمانت اسناد تیار کړي دي خو د قاضي لاسليک ته انتظار کوي. د ادريس پښتین په وينا، قاضي دا وخت د پاکستان تحریک انصاف د مشر او پخواني صدراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي پرضد د قضیې اورېدنې لپاره د اډیالې زندان ته تللی دی.
د بلوچستان پوليسو منظور پښتین د روانې ډسمبر میاشتې پر څلورمه نېټه په چمن ښار کې هغه مهال ونیو چې کله هغه د وړو سوداګرو (لغړیانو) احتجاجي ناستې ته تر وینا وروسته په تربت کې د بلوڅانو په احتجاجي پرلت کې د ګډون لپاره روان وو. وروسته نوموړی د اسلام اباد پوليسو ته وسپارل شو.
په چمن کې ځايي چارواکو بیا له رسنیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې منظور پښتین یې ځکه نیولې او پرضد یې ورته دوسیه جوړه کړې چې ساتونکو یې پر پوليسو ډزې کړې دي.
خو د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ اسد قرار له امریکا غږ سره په خبرو کې دا تور ردوي او وایي چې ډزې د منظور پښتین پرموټر شوې چې نښې نښانې یې له ورايه ښکاري. پر ټولنیزو رسنیو هم د هغه موټر عکسونه خپاره شوي ول.
د غورځنګ غړو او پلویانو د منظور پښتین د نيول کېدو پرضد د پاکستان په ګډون په نوره نړۍ کې احتجاجونه کړي وو، د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون هم د پښتین د نیولو پرمهال په يو بیان کې د پاکستان پر ریاست غږ وکړ چې د غورځنګ له مشرانو سره دې دا ډول چلند ودروي.
دا مهال د پاکستان په مختلیفو زندانونو د پښتون ژغورنې غورځنګ یوشمېر غړي لکه نورالله ترین، ګیله من وزیر، حنیف پښتین، عیدالرحمن، زقیم، او یارمحمد لاهم په بېلابېلو مقدمو کې بندیان دي.
په کوټه کې د وکیلانو ټولنې یوه مخکښ غړي منیر کاکړ له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، په پاکستان کې د سیاسي ډلو له فعالانو سره تل دغسې چلند روان وي: ”په پاکستان کې د ریاست رویه له ډېرو سره دغه ډول وي، غیرآیني کړنې، غیرقانوني حربې تقریبا له چا سره روانې وي، یوازې له پي ټي اېم سره نه بلکې دلته د ورکو بلوڅانو په حواله که وکتل شي، نو دغه د ماه رنګ بلوڅې په مشرۍ چې تحریک روان دی، که د پي ټي اېم تحریک روان دی، د تحریک انصاف کارکنان دي، ګرد شکنجه کېږي. یانې له یوې مخې له ټولو سره دغه چلند روان دی. “
خو منیر کاکړ زیاتوي چې د آیین او قانون چې کومه پرله پسې سرغړونه روانه ده، په دې کې تر ټولو لوی قصور د پاکستان د قضایي ارګانونو دی، چې غلي ناست دي او پروړاندې یې هېڅ غږ نه پورته کوي.
ښاغلی کاکړ ادعا کوي چې قضایه قوي له اسټبلیشمنټ(د دولت واکدارانو) سره مصلحت کړی دی ځکه پټه خوله ده: ”د پاکستان له جوړېدو راهیسې زموږ قضایه د اسټبلشمنټ یوه لاسپوڅې پاته شوې او د یوې ترلاس لاندې ادارې په توګه کار ورسره کوي. “
د پاکستان پولیسواو پوځي چارواکو په تېر کې پر دغه غورځنګ تور پورې کړی چې د دولت پرضد د ولس راپارولو هڅې کوي او امنيتي ځواکونه بدناموي، خو غورځنګ دا تورونه ردوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د پاکستان د قانون له مخې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او په لویو جلسو کې توندې ويناوې د قانون د ۱۹مې مادې له مخې، غيرقانوني نه دي. په دې ماده کې راغلي چې پاکستاني وګړي د بیان ازادي لري.