د متحدو ایالتونو په عمومي ټاکنو کې د ولسمشر د ټاکلو تر څنګ، رایه ورکوونکي به د کانګرس، چې د استازو خونه او سنا په کې دی، غړو ته هم رایه ورکوي.
داستازو خونې د ټولو ۴۳۵ څوکیو لپاره ټاکنې کېږي، د استازو خونې د غړو کاري دوه دوه کلنه ده. همدغه راز د سنا ۳۴ څوکیو لپاره هم انتخابات کېږي. د هر ګوند غړو چې ډېرې څوکۍ وګټلې، په کانګرس کې به هم اکثریت ترلاسه کړي.
اوس په سنا کې دیموکرات ګوند او د استازو په خونې کې جمهوریت غوښتونکو ګوند اکثریت دي، چې د ټاکنو د کارپوهانو په وینا دا اکثریت شاید بدل شي او یا په خپل حال پاتې شي.
جمهوریت غوښتونکي فرصت لري چې بیا په سنا کې اکثریت ترلاسه کړي، دیموکراتان د سنا ۵۱ څوکۍ لري.
د دیموکرات ګوند ځینې سناتوران په یو شمېرایالتونو کې د خپل جمهوریت غوښتونکو سیالانو له سخت رقابت سره مخامخ دي. د سنا د ۳۴ څوکیو لپاره، چې انتخابات کېږي، ۲۳ یې د دیموکرات ګوند او یا د خپلواکو سناتورانو دي، چې د دیموکرات سره همغږي دي.
د استازو خونې د ۴۳۵ څوکیو له ډلې څخه یې، څه کم ۴۰ څوکیو برخلیک معلوم نه دی، په دې اساس هر ګوند د خپلو شاوخوا ۲۰۰ څوکیو د ساتلو چانس لري. دا مهال د استازو خونې کې جمهوریت غوښتونکي ۲۲۰ او دیموکراتان ۲۱۲ څوکۍ لري. داسې ښکاري چې په لویدیځې ویرجینیا کې دیموکراتان د سنا یوه څوکۍ وبایلي او جمهوریت غوښتونکي ګټونکي شي. که جمهوریت غوښتونکي یوه بله څوکۍ ترلاسه کړي، په سنا کې به اکثریت ترلاسه کړي.
سیاسي نظر پوښتنې څرګندوي چې رایه ورکوونکي، هماغسې چې د کاملا هریس او ډونالډ ټرمپ په اړه ویشلي نظرونه لري، د کانګرس د ټاکنو په اړه یې هم نظرونه وېشلي دي.
د اکتوبر په میاشت کې د رویټرز خبري اژانس او اپسوس نظر پوښتنې کې ښودل شوي وو، چې ۴۳فیصده ثبت شوي رایه ورکوونکي د کانګرس په ټاکنو کې په خپلو سیمو کې د دیموکراتانو او همدومره نور یې د جمهوریت غوښتونکو ملاتړي دي.
په دیموکرات پلوو ایالتونو نیویارک او کالیفورنیا کې انتخاباتي سیالۍ به د استازو خونې برخلیک وټاکي او په همدې حال کې دیموکراتان هڅه کوي چې ډېرې څوکۍ وګټي، هغه څوکۍ چې دوی د ۲۰۲۲ کال په ټاکنو کې وبایللې.
د استازو خونې د ټاکنو پایلې به وخت ونیسي، ځکه چې په کالیفورنیا کې رایه شمېرنه څو ورځې نیسي او په هغو ایالتونو چې د ټاکنو په پایلو کې ستونزې پیدا شي او رایې یې بیا وشمېرل شي، څو اونۍ نیسي چې نتایج اعلان شي.