د ایران د مازندران د عامې روغتیا مسئولینو ویلي چې په دغه ولایت کې د عاشورا په مراسمو کې په ویشل شویو شربتو باندې شاوخوا ۸۰۰ کسان مسموم شوي دي.
د مزندران د ګلوګاه ښار د روغتیا مسئول ابراهیم خادملو ویلي چې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې ددې ښار "په سلګونو" کسانو د خیرات دغه شربت څښلي، د زړه درد ورته پیدا شوی او یا هم مسموم شوي دي.
نوموړي ټینګار کړی چې ددې ښار اوبه پاکې او د څښلو وړ دي.
د خادملو په وینا، مسموم شویو خلکو روغتونونو ته مراجعه کړې او درملنه یې شوې ده.
له دې وړاندې هم د محرم په میاشت کې په اوبو او خوړو باندې د خلکو د مسموم کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. پنځه کاله وړاندې، په طبس کې د عاشورا د شربتو په څښلو ۱۱۰ تنه مسموم شوي وو.
تېره اونۍ، د ایران د ګیلان ولایت په رضوان ښار کې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان په نامعلوم شي د مسموم کیدو له کبله روغتون ته وړل شوي وو.
تیر کال د ایلام په ولایت کې ۳۰۰ تنه د ناپاکو اوبو په څښلو مسموم شوي او روغتون ته وړل شوي وو.
دا مطلب د امریکا غږ فارسي څانګې د راپور پر اساس لیکل شوی.