د لاس رسي وړ اتصالات

د بې کیفیته شرابو څښلو له امله په ایران کې ۱۵ تنه مړه شوي - رسنۍ


ایران کې ضبط شوي الکولي مشروبات
ایران کې ضبط شوي الکولي مشروبات

د ایران دولتي رسنیو د چهارشنبې په ورځ جون ۲۱ (غبرګولي ۳۱) خبر ورکړ چې په ایران کې د زهرجنو الکولو د څښلو له امله ۱۵کسان پداسې حال کې مړه شوي چې په ټول هیواد کې د ورته مړینو شمیر مخ په ډیریدو دی.

د البرز ولایت د قضایه قوی رئیس حسین فاضلي هریکندي، د ایرنا دولتي خبري اژانس ته وویل، «تر اوسه پورې ۱۵ تنه مړه شوي او ۱۸۰ تنه مسموم شوي او روغتون ته وړل شوي دي.»

هغه وویل چې ډیر هغه کسان چې په روغتون کې بستر شوي وو اوس رخصت شوي، خو "ځینې یې ړانده شوي"، پداسې حال کې چې یو شمیر نور د پښتورګو د ناروغۍ له کبله تر درملنې لاندې دي.

په ایران کې د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته د الکولي مشروباتو تولید او مصرف بند شوی دی.

خو له هغه هماغه وخت راهیسې، د قاچاقي او غیرقانوني الکولو خرڅلاو په تور بازار کې پراخ شوی او اکثر میتانول د ایتانول پرځای په الکولو کې ورزیاتیږي چې بیه یې ارزانه ده.

ښاغلي هریکندي وویل، د البرز په ولایت کې مقاماتو شپږ کسان نیولي او د آرایش د یوې فابریکې څخه یې د توزیع ړمخه تر ۶۰۰۰ لیټرو پورې الکول ضبط کړي دي.

د ایران عدلي او قضايي انسټیټیوټ وايي، د روان کال تر مارچ میاشتې پورې ۶۴۴ کسان د جعلي الکولي مشروباتو له څښلو وروسته مړه شوي، چې د تېرو ۱۲ میاشتو په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ۲۰۲۲ کال په مۍ میاشت کې، اته کسان په سویلي بندري ښار بندر عباس کې د بې کیفیته الکولو د څښلو وروسته مړه شوي وو.

همداشان په ایران کې په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا ویروس په جریان کې ۲۱۰ کسان د بې کیفیته شرابو له څښلو وروسته مړه شوي وو.

XS
SM
MD
LG