د پاکستان تلویزوني شبکو د جمعې په سهار فبروري نهمه (سلواغه۲۰) راپور ورکړ، چې تر سهار پورې د شمېرل شویو رایو څخه معلومېږي چې د پخواني صدراعظم عمران خان سره تړاو لرونکي مستقل کاندیدان تر نورو کاندیدانو مخکې دي.
د عمران خان د تحریک انصاف ګوند ته اجازه نه وه چې د ګوند په توګه خپل کاندیدان وټاکي.
د دغې ډلې کاندیدان په مستقل ډول ټاکنو ته ودرېدل او د پاکستان تلویزوني شبکو راپور ورکړی چې تر دې دمه په شمېرل شویو رایو کې د خان کاندیدان تر نورو مخکې ښودل کېږي.
د رایو د مرکزونو له تړل کېدو ۱۱ ساعته وروسته په لومړیو اعلان شویو پایلو کې د لومړۍ څوکۍ ګټونکی هم د عمران خان مرتبط یو مستقل کاندید ښودل شوی.
تلویزوني شبکو په انتخاباتي حوزو کې د شمېرل شویو رایو په اساس، وړاندوینې خپرې کړې دي.
ویل کېږي چې ممکن د مسلم لیګ نواز ګوند د پارلمان اکثریت څوکۍ وګټي. څېړونکي وايي چې نواز شریف د پاکستان د پوځ د جنرالانو ملاتړ له ځان سره لري.
خو تلویزوني شبکې وایي چې د مسلم لیګ کوند په ټاکنو کې ډېر ښه نه و او په خپله نواز شریف هم په یوې انتخاباتي حوزې کې نه دی توانېدلی چې تر خپل سیال مخکې شي.
خو نواز شریف تېره ورځ وویل چې پوره باور لري ګوند به یې ګټونکی وي.
د پاکستان د ټاکنو کمېسیون لا رسمي پایلې اعلان کړې نه دي.