اروپايي اتحادیه کې د اوکراین د غړیتوب په اړه رسمي خبرې پیل کیږي

په اروپايي اتحادیه کې چې ۲۷ غړي لري، د اوکراین د شاملېدو په اړه مشرانو د دسمبر په میاشت کې د خبرو اترو د پیل کولو پریکړه وکړه.

د اروپايي اتحادیې اجرائیوي مشرانو د جمعې په ورځ جون اوومه (غبرګولي ۱۸) غړو هیوادونو ته وویل چې اوکراین او مالدووا په دغه اتحادیه کې د شاملیدو لپاره د خبرو اترو پیل کولو ټول اړین معیارونه پوره کړي دي.

د اروپايي اتحادیې د یو شمیر هیوادونو په غوښتنه ددغو خبرو د پیل لپاره د جون ۲۵مه نیټه ټاکل شوې ده.

په اروپايي اتحادیه کې چې ۲۷ غړي لري، د اوکراین د شاملېدو په اړه مشرانو د دسمبر په میاشت کې د خبرو اترو د پیل کولو پریکړه وکړه.

خو هنګري، چې په اروپايي اتحادیه کې د روسیې تر ټولو دوست هېواد ګڼل کیږي، له دې پریکړې سره چې د اروپايي اتحادیې د ټولو غړو هېوادونو موافقې ته اړتیا لري، مخالفت ښودلی او د مخنیوي ګواښ یې کړی دی.

اروپایی کمیسیون د جنګ ځپلی اوکراین او د ګاونډي مالدووا لپاره یو لړ اصلاحات وړاندي کړی وو ترڅو د خبرو له پیل څخه مخکی بشپړ شي.

د اروپايي اتحادیې سفیرانو ته په تازه معلوماتو کې، د اتحادیې اجرائیوي کمیټې وویل چې کیف د اولیګارچ د واک د مخنیوي او د توکمیزو لږکیو د حقونو د ښه تضمین لپاره د هڅو په شمول، د پام وړ اړتیاوې پوره کړي دي.

د کمیسیون یوې ویاندې وویل: "موږ باور لرو چې ټول ګامونه د دواړو هیوادونو لخوا پوره شوي دي. اوس پریکړه د غړو هیوادونو په لاس کې ده."

د لږکیو د حقونو مسله د بوداپست لپاره یو مهم ټکی دی چې له اوږدې مودې راهیسې یې په اوکراین کې د هنګري الاصله وګړو سره د ادعا شوي ناوړه چلند په اړه شکایت کړی.

په اروپايي اتحادیه کې دا مهال فشار زیات شوی چې اوکراین ددغې اتحادیې د غړیتوب د ترلاسه کولو په لړ کې بل پړاو ته لاړ شي، له دې وېرې سره چې هنګري به د جولای په میاشت کې د اروپايي اتحادیې د راروانې دورې صدارت په غاړه واخلي، ښايي ددې لړۍ مخه ونیسي.

اوکراین او مالدووا د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې وروسته له هغه چې روسیې پر اوکراین یرغل پیل کړ، په اروپايي ټولنه کې د شاملیدو غوښتنه وکړه.

دا خبرې اترې ښايي د اوکراین لپاره د څو کلونو اوږده د اصلاحاتو پروسه پیل کړي چې په پایله کې به یې د اروپايي اتحادیې غړیتوب ترلاسه کړي.