د ګرجستان بېله شوې سیمه د روسیې سره په یوځای کیدو بحث کوي – سیمه ییر چارواکی

پوتین د ګرجستان څخه د جلا شوې سیمې جنوبي اوسیتیا د مشر اناتولي ببیلوف سره د کتنې پر وخت - د ۲۰۱۷ کال نومبر میاشت

د روسیې ریا خبري اژانس د یکشنبې په ورځ مارچ ۱۷ (کب ۲۷) د جنوبي اوسیتیا د پارلمان د مشر له قوله ویلي، د جنوبي اوسیتیا، سیمه چې له ګرجستان څخه جلا شوې او ځان یو خپلواک دولت بولي وایي، د مسکو له مقاماتو سره په دې غږېږي چې د روسیې برخه شي.

وروسته له هغه چې روسي پوځیانو په ۲۰۰۸ کال کې د جنوبي اوسیتیا د بېرته نیولو لپاره د ګرجستان د یوې هڅې مخه ونیوله، مسکو په ۲۰۰۸ کال کې جنوبي اوسیتیا او یوه بله جلا شوې سیمه ابخازیا، د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت وپېژندلې. ورپسې وینزویلا، نیکاراګوا، ناورو او سوریې هم دا سیمې د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت وپېژندلې.

خو لوېدیځ روسیه پدې تورنه کړه چې غواړي ابخازیا او جنوبي اوسیتیا، چې د ګرجستان د خاورې یوه پر پنځمه برخه ده، د خپلې خاورې سره یوځای کړي. تبلیسي هم غواړي چې دا دواړه سیمې بېرته ونیسي.

د روسیې د ریا خبري اژانس د جنوبي اوسیتیا د پارلمان د مشر الن البروف له خولې لیکلي چې د یوې پوښتنې په ځواب کې یې د روسیې سره د یوځای کیدو په هکله د ریفرنډم (ټولپوښتنې) د ترسره کیدو د امکان په اړه ویلي، "موږ له روسیې سره په نږدې همغږۍ کې پر دغو ټولو مسلو خبرې کوو".

اژانس د الن البروف له قوله ویلي: "کله چې موږ د روسیې فدراسیون سره یوځای (د روسیې فدراسیون سره د یوځای کیدو په اړه دې نظر ته ورسیږو)، موږ به دا کار وکړو."

د ریا اژانس ویلي د جنوبي اوسیتیا مشر الن ګګلوف چې د روسیې له ملاتړ څخه برخمن دی، تېر کال هیله څرګنده کړه چې دا سیمه به په رسمي توګه په روسیه کې شامله شي.

جنوبي اوسیتیا په ۱۹۹۱-۹۲ کلونو کې په یوه جګړه کې د ګرجستان له واکمنۍ څخه جلا شوه چې په ترڅ کې یې څو زره کسان ووژل شول. جنوبي اوسیتیا له ګاونډي شمالي اوسیتیا سره چې د روسیې خاوره ده نږدې اړیکې لري.

د جنوبي اوسیتیا اکثریت خلک په توکمیز ډول له ګرجستانیانو څخه توپیر لري او په خپله ژبه خبرې کوي.

نږدې ټول نفوس یې د روسیې تذکره منلی او دوی روسي روبل د خپلو پیسو په توګه کاروي او اقتصاد یې په روسیه پورې تړلی دی.