د وینې له ورکولو ښایي ځینې کسان وډاریږي، خو دا یو ساده عمل دی چې کولی شي وینې ته د اړمن کس ژوند وژغوري او همداشان د وینې او هغه د اجزاو ترلاسه کوونکي ته یې ګټې ډیرې دي.
د امریکا د سره صلیب په وینا، د بسپنه شوې وینې یو واحد کولای شي د دریو کسانو ژوند ژغوري او په متحده ایالاتو کې په هرو دوو ثانیو کې یو کس وینې ته اړتیا لري. اهدا شوې وینه په بشپړه توګه اړمنو کسانو ته ورکول کیږي او یا د هغې اصلي برخې لکه سره کرویات، پلاټلیټ او پلازما سره جلا کیږي او د اړتیا له مخې اړمنو کسانو ته ورکول کیږي.
همدارنګه د وینې ورکول وینې ورکوونکي ته هم روغتیایی ګټې لري، چې د نورو سره د مرستې کولو عاطفي او معنوي ګټې یې په سر کې راځي.
د متحده ایالاتو د رواني روغتیا بنسټ راپور ورکړی چې د سترس یا فشار کمول، د رواني او فزیکي روغتیا ښه کول، د منفي احساساتو ردول او د یووالي احساس رامنځته کول، او د اړیکو د حس رامنځته کول او د انزوا کمول د وینې ورکوونکي لپاره د وینې ورکولو یو لړ رواني ګټې دي.
هر هغه څوک چې وینه ورکوي باید د وینې د ګروپ د معلومولو سربیره معاینه شي او طبي کارمندان د وینې اخیستلو دمخه د بسپنه کروتمي نبض، د وینې فشار، د بدن تودوخه او د هیموګلوبین کچه په وړیا توګه معاینه کوي. که څه هم دا معاینات ساده دي، خو په حقیقت کې د وینې د ورکوونکي د بدن د بشپړې روغتیا انځور وړاندې کوي.
همدارنګه، ورکړل شوې وینه مخکې له دې چې اړو کسانو ته ورکړل شي، په لابراتوار کې د یو شمیر ناروغیو د شتون لپاره معاینه کیږي، چې په کې د ځیګر د ویروس التهاب، HIV/AIDS، او سیفیلس شامل دي او که چیرې د دې ناروغۍ نښې نښانې شتون ولري، سمدستي بسپنه ورکوونکي خبروي.
په منظمه توګه د وینې ورکول د وینې جریان ښه کوي او د رګونو د بندیدو مخنیوی کوي او پدې توګه د زړه د ناروغیو په ځانګړې توګه د زړه حملې خطر کموي. یوې طبي څېړنې ښودلې چې په هغو کسانو کې چې وینه ورکوي د زړه د حملې خطر ۸۸ سلنه کمېږي.
په وینه کې د اوسپنې لوړه کچه په بدن کې د سرطان د ازادړ رادیکالونو د لوړیدو سبب کیږي او د طبي موندنو په اساس د وینې ورکول دوینې اوسپنه کموي او په نهایت کې په سرطان ناروغۍ د اخته کیدو خطر راکموي.
ځینو طبي څیړنو ښودلې چې د وینې ورکول په وینه کې د کولسټرول د لوړې کچې له امله رامینځته شوي ناروغۍ کموي. د یوې بلې څېړنې د موندنو پر بنسټ، د وینې په ورکولو سره په وینه ورکوونکي کې د وینې لوړ فشار خطر کمېږي.
ځینې خلک ښایي د وینې ورکولو وروسته د کانګو، سر دردۍ او یا ګنګسیت سره مخ شي، کوم چې لنډمهاله دي او یوازې د څو دقیقو استراحت وروسته ښه کیږي.
د وینې ورکولو لپاره، یو شخص باید لږترلږه ۱۷ کلن وي او ښه روغتیا ولري. هغه خلک چې په منظمه توګه وینه ورکوي باید د وینې ورکولو د هرې دورې ترمنځ لږترلږه اته اونۍ وقفه وکړي.
هر بالغ سړی د بدن د هر کیلو ګرام وزن سره له ۶۵ څخه تر ۷۰ ملی لیترو پورې وینه لري، او یا په اوسط ډول هر سالم بالغ سړی ۵ څخه تر ۵.۵ لیټرو پورې او هره سالمه بالغه ښځه ۴.۵ څخه تر ۵ لیترو پورې وینه په بدن کې لري. په هر پړاو کې، یو سړی کولی شي تر نیم لیتر وینه ورکړي.