بلینکن: اسرائیل د غزې اوربند په هکله د امریکا د وړاندیز ملاتړ کوي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې اسرائیل په غزې کې د اوربند کیدو لپاره د امریکا لخوا وړاندیز شوې طرحه منلې او له چې عین کار وکړي.

انټوني بلینکن دوشنبه اګست ۱۹ ( زمري ۲۹) په تل ابیب کې د اسرائیلي چارواکو سره تر لیدو کاتو وروسته دا څرګندونې وکړلې او تر دې وړاندې یې ویلي و چې روانې خبرې اترې په غزې کې د اوربند لپاره "وروستی فرصت" دی.

د متحده ایالاتو دې تر ټولو لوړ پوړي دیپلومات په غزې کې د اسرائیل – حماس جګړې پیل کیدو راهیسې پخپل نهم سفر کې خبریالانو ته وویل چې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نیتنیاهو سره یې ملاقات "ډیر ګټور" و او دا یې هم وویل چي د اسرائیل مشر نوې طرحه منلې ده.

بلینکن د دې نوې طرحې په هکله د نیتنیاهو سره د خپل ملاقات په هکله په خبري کنفرانس کې وویل، " هغه یې ملاتړ کوي. دا اوس د حماس مکلفیت دی چې عین کار وکړي".
واشنګټن دا وړاندیز تیره اوونۍ په دوحې کې د قطر او مصر منځګړو او اسرائیل استازو سره تر ملاقات وروسته په ډاګه کړ چې د حماس ډلې په سمدستي توګه رد کړ.

په قطر کې د خبرو پیل کیدو څخه وړاندې د حماس ډلې له منځګړو هیوادونو څخه غوښتي و چې د نورو خبرو اترو پر ځای دې د اوربند هغه پلان تطبیق کړي چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د روان میلادي کال د مې میاشتې په ۳۱ مې په ډاګه کړی و.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې د اسرائیل مشر ژمنه کړې چې د نورو خبرو اترو لپاره "د لوړ پوړو کارپوهانو ډله" واستوي خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې لومړی ویني د حماس ډله د نوې طرحې په هکله څه وایي.

ښاغلي بلینکن تر دې وړاندې له اسرائیل او حماس غوښتي و چې د روانو مذاکراتو لوری دې نه بدلوي، ځکه چې د هغه په خبره ښايي دا په غزې کې د اوربند او یرغمل شویو د خلاصون لپاره "وروستی چانس" وي.

ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ مصر ته ولاړ شي ځکه تمه کیږي چې په غزې کې د اوربند په هکله خبرې همدلته په روانې اوونۍ کې پیلیږي. بلینکن ویلي چې تر مصر وروسته به قطر ته ولاړ شي.

اسرائيل او حماس یو بل د اوربند توافق ته د رسېدو لپاره په ځنډ کولو تورنوي.

بلینکن وویل چې واشنګټن هڅه کوي دا ډاډ ترلاسه کړي‌ چې شخړې نه وي، هېڅ ډول تحرک نه وي او هېڅ داسې کوم اقدام ونه شي‌ چې دواړه لوري دغه توافق ته له رسېدو څخه را وګرځولای شي.

د متحدو ایالتونو، قطر او مصر د منځګړو ترمنځ د څو میاشتو لپاره مذاکرات روان وو،‌ خو د اوربند توافق ته یې لاره هواره نه کړای شوه.

په دوحې کې له ملاقات وروسته، متحدو ایالتونو منځګړو ته نوي وړاندیز وکړ، خو حماس وویل چې په وړاندیز کې هغه شرايط موجود دي چې نتنیاهو یې غواړي ‌او حماس به یې ونه مني.

حماس له غزې څخه د اسرائيل د ټولو ځواکونو وتل او دایمي‌ اوربند غواړي، خو اسرائيل وایي چې ځواکونه یې باید په ستراتېژیکو سیمو کې وي.

تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه د حماس ډلې په اسرائيل بریدونه وکړل او له هماغې راهېسې جګړه پيل شوې ده. د اسرايئل مقامات وايي‌ په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي‌چې اکثریت یې ولسي خلک دي.

په غزې کې د حماس تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت مسئولین وایي چې د اسرئیل په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰زره ته رسېږي، ډېر یې ښځې او ماشومان دي.