د اسرائیل سره د سعودي عربستان د اړیکو رغولو لپاره بلینکن ریاض ته تللی

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل سعودي سیال فیصل بن فرحان سره په ریاض کې کتلي دي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سعودي عربستان او اسرائیل ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د رغولو د تازه هڅو په لړ کې چهارشنبې اکتوبر ۲۳ (لړم ۲) د سعودي عربستان عربستان پایتخت ریاض ته رسېدلی دی.

له تل ابیب څخه د ریاض په لور له روانېدو وړاندې بلینکن وویل: "ددې ټولو شیانو د پېښېدو سره سره، اوس هم ددې جدي فرصت شته چې دا سیمه په یو مختلف لوري ولاړه شي."

بلینکن زیاته کړه چې په دغه مسیر کې سعودي عربستان هم ددې فرصت لري چې له اسرائیل سره خپلې اړیکې عادي کړي.

دا پر اسرائیل باندې د حماس د یو کال وړاندې برید راهیسې چې ورسره په غزه کې جګړه پیل شوه، منځني ختیځ ته د بلینکن یوولسم او تېره میاشت د اسرائیل او حزب الله د مخامخ جګړې د پیل راهیسې لومړنی سفر دی.

دا مطلب هم ولولئ امریکا او سعودي امنیتي تړون کیدو ته نږدې شوي

ټاکل شوې وه چې سعودي عربستان له ریاض سره د پوځي تړون او د خپل ملکي اتومي پروګرام سره د مرستې په بدل کې اسرائیل په رسمیت پېژندلی وای خو په غزه کې د جګړې د پیل کېدو له کبله د "سترې معاملې" په نوم دا هڅې وځنډول شوې.

په اسرائیل کې د صدراعظم بنیامین نتنیاهو او نورو اسرائیلي چارواکو سره له کتلو وروسته، بلینکن وویل چې په غزه کې د بحران د پای ته رسولو لپاره "همدا اوس ښه فرصت" دی.

بلینکن وویل: "د اکتوبر اوومې راهیسې، په یو کال کې د غزې په اړه اسرائیل خپل اکثریت ستراتیژیکو هدفونو ته رسېدلی دی."