بایډن په واشنګټن کې د ناټو د سرمشریزې کوربه دی

د امریکا ولسمشر جو بایډن

ټاکل شوې چې د سه شنبې په ورځ جولاۍ نهمه (چنګاښ ۱۹) په واشنګټن ډي سي کې د ناټو سر مشریزه پیل شي او ولسمشر جو بایډن به یې کوربه وي.

دا سرمشریزه به د دریو ورځو لپاره وي او داسې مهال کېږي چې ناټو ۷۵ کلنه شوه.

سرمشریزه به تر ډېره له اوکراین سره په پوځي همکاریو ورټوله وي او د ځینو شنونکو په باور د دغې غونډې بریالیتوب هم له اوکراین سره د مرستو په څرنګوالي پورې تړلی دی.

د اروپا او ناټو په چارو کې د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت پخوانی مرستیال ایان بژیژیسکي د ناټو د مشرانو دا غونډه «جدي» بولي. هغه وايي: «دا تشریفاتي غونډه نه ده. جدي وضعیت ته په کتو، چې دا غونډه یې په ترڅ کې کېږي، جدي غونډه به وي.»

دا سرمشریزه داسې مهال کېږي چې د ناټو ځينې عمده غړي بریتانیا، فرانسه او جرمني له نویو سیاسي بدلونونو سره مخامخ دي.

جوبایډن په داسې حال کې د دغې غونډې مشري کوي، چې څه موده مخکې له خپل انتخاباتي سیاسي دونالډ ټرمپ سره له مناظرې وروسته له یو لړ انتقادونو سره مخامخ شوی دی.

په واشنګټن ډي سي کې د امریکایي پوهنتون د نړیوالو اړیکو د څانګې استاد جیمز ګولد ګیپر وايي بایډن چې له مناظرې وروسته له یو لړ انتقاداتو سره مخامخ دی، هڅه به وکړي چې په دې سرمشریزه کې ښه او لویه مشري نندارې ته وړاندې کړي.

بایډن په خپلې تازه مرکې کې منلې ده چې د مناظرې شپه یې ښه شپه نه وه خو وايي چې انتخاباتي مبارزه یې روانه ده او په ټاکنو کې به برخه واخلي.

په همدې حال کې دونالډ ټرمپ هڅه کوي، په ټاکنو کې بریالی شي. ټرمپ د ناټو سر سخت منتقد دی او د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین په اړه یې څرګندونو د ناټو اکثریت غړي اندېښمن کړي دي.

اټکل کېږي چې د واشنګټن په سرمشریزه کې په د ناټو غړي له اوکراین سره په مرستو کې متعهد شي. خو په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب او اوکراین ته د عسکرو د استولو مسئله لا هم د ناټو لپاره سره کرښه بلل کېږي.