بایډن: که ټاکنو کې نوماند پاتې شوی وای، ټرمپ ته به مې ماتې ورکړې وای

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، جو بایډن، ویلي چې که د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند پاتې شوی وای، نو ډونالډ ټرمپ ته به یې ماتې ورکړې وای. خو هغه دا منلې چې ډاډه نه و چې آیا د یوې بلې څلور کلنې دورې لپاره د ولسمشرۍ وړتیا به یې لرلی وای که نه.

د جو بایډن له دې پرېکړې وروسته، چې د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته به نوماند نه وي، نوموړي کاملا هریس د ډیموکرات ګوند د کاندیدې په توګه اعلان کړه. خو هریس په ټاکنیزو سیالیو کې د ټرمپ پر وړاندې ماتې وخوړه.

ټاکل شوې ده چې ۸۲ کلن بایډن به د جنورۍ په ۲۰مه، منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته واک وسپاري.

بایډن د چهارشنبې په ورځ، د جنورۍ ۸مه (مرغومي ۱۹مه)، دUSA Today سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا د ډونالډ ټرمپ په وړاندې د نومبر ټاکنو کې یې بریا ممکنه وه، د نظرپوښتنو ناڅرګندو پایلو ته په اشارې سره وویل: "زما باور دی چې هو."

هغه زیاته کړه: "په حقیقت کې مې فکر کاوه چې د ټرمپ د ماتې تر ټولو ښه چانس راسره وو، خو ما په پام کې نه لرله چې په ۸۵ یا ۸۶ کلنۍ کې ولسمشر پاتې شم... څوک څه پوهېږي؟ تر دې ځایه هر څه ښه روان وو، خو په ۸۶ کلنۍ کې به زما حالت څنګه وي؟ څوک پوهېږي؟"

بایډن، چې د امریکا د تاریخ تر ټولو لوړ عمر لرونکی ولسمشر دی، د ټاکنیزو سیالیو څخه د وتلو مخکې، د ټرمپ سره په انتخاباتي مناظره کې د کمزورې کارکردګۍ له امله، د هغه د رواني روغتیا په اړه له ګڼو نیوکو سره مخ شو.

بایډن د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د مخکنیو ولسمشرانو په پرتله له رسنیو سره لږې مرکې او خبري ناستې کړې دي. یو ایس ای ټوډې یوازینۍ رسنۍ ده چې د بایډن د ولسمشرۍ دورې تر پای ته رسېدو وړاندې ورسره مخامخ مرکه کړې ده.

کله چې له بایډن څخه د ولسمشرۍ د څلور کلنې دورې د نیمګړتیاوو په اړه پوښتنه وشوه، هغه د ټرمپ سره د مناظرې یا د یوې دورې ولسمشرۍ ژمنې ماتولو ته اشاره ونه کړه، بلکې د ناسم معلوماتو د خپرېدو شکایت څخه یې وکړ.

نوموړي په ځانګړي ډول د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته اشاره وکړه چې د نوي کال د په لومړۍ ورځ یې د نیو اورلینس او لاس ویګاس د بریدونو په اړه کړې وې.

په ورته وخت کې په پلازمینه واشنګټن ډي سي کې داسې تادوه بحثونه روان دي، چې منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د واک د ترلاسه کولو وروسته د بښنې فرمانونه صادر کړي. ټرمپ ویلي چې د هغو پلویانو د بښنې موضوع به په پام کې ونیسي چې د کانګرس پر ودانۍ د برید په تور نیول شوي دي.

بایډن په یاده مرکه کې ویلي چې په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره د وروستۍ لیدنې پر مهال یې ورته ویلي چې د هغو کسانو په تعقیبولو پسې دې نه ځي چې هغه یې دښمنان ګڼي.

نوموړي ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې د حساب کتاب لپاره لیوالتیا له 'عقل څخه لرې' ده. بایډن زیاته کړې چې ټرمپ یې خبرې واورېدې، خو هیڅ ځواب یې ور نه کړ.

کله چې له بایډن څخه وپوښتل شول چې څه میراث به پرېږدي، هغه وویل؛ غواړي د داسې ولسمشر په توګه یاد شي چې د کوویډ-۱۹ وبا وروسته یې اقتصاد بیا ورغاوه او د نړۍ په کچه یې د امریکا مشري له سره احیا کړه.

بایډن زیاته کړه: "دا زما هیله وه... او هیله لرم چې تاریخ یې ثبت کړي چې ما دا کار په ريښتنولي او امانت ترسره کړ. "