د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د واک په لومړۍ ورځ د ۲۰۲۰ انتخاباتو ډیری بلواګر بخښم


د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي سپینۍ ماڼۍ ته تر تګ وروسته په لومړۍ ورځې به ډیری هغه کسان وبخښي چې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو نتیجو د تائید پر مهال یې بلوا کړې وه.

ښاغلي ټرمپ یکشنبه ډسمبر اتمه ( لیندۍ ۲۸) د ان بي سي تلویزیون سره په مرکې کې د خپلې دورې په غټو او چټکو بدلونونو کې د میلونونو غیر قانوني کډوالو ایستلو او په یو شمیر هیوادونو باندې د ګمرکي تعرفو ډیروالې ژمنې هم وکړلې.

څه باندې ۱۲ سوه کسان چې د بلوا په تور نیول شوي او محکوم شوي و، اکثریت یې د زندان موده تیره کړې خو ډیر شمیر یې لا هم محکمو ته ندي وړاندې شوي او یا پرې د ډیر وخت زنداني کیدو حکمونه صادر شویدي.

ټرمپ په مرکې کې دا کسان "برمته شوي او هیواد پال" وبلل.

منتخب جمهور رئیس په زندانانو کې د دې کسانو وضعیت په هکله وویل، " دا خلک په دوزخ کې ژوند کوي".

د عدلیې وزارت لخوا ټاکل شوي ځانګړي مفتش، جیک سمیت چې ټرمپ پدې مرکې کې "ډیر فاسد" وباله، د ۲۰۲۰ کال د نومبر میاشتې وروسته د دوو میاشتو په پیښو تمرکز کړی چې د جمهوري ریاست انتخابات پای ته رسیدلي و خو ټرمپ خپله ماته نه منله او دا غلط معلومات یې خپرول چې په انتخاباتو کې ټګي شوې.

په همدې ګډوډیو کې د ټرمپ پلویانو د ۲۰۲۱ کال جنوري د میاشتې په ۶مې پداسې حال کې د کانګرس په ماڼۍ برید وکړ ، پولیس یې ووهل او د انتخاباتو بهیر یې ګډوډ کړ چې د کانګرس غړیو د جمهور ئیس د مرستیال مایک پنس په حضور کې د رایو نتیجه تائیدوله.

د کانګرس په ماڼۍ کې د بلوا څخه وړاندې ډونالډ ټرمپ په ځینو ایالتونو کې د انتخاباتي ادارو د چارواکو څخه غوښتي و چې د رایو نتیجه باطله کړي، په مایک پنس یې فشار راوړی و چې د انتخاباتي کالج رایې دې نه تائیدوي او په پرله پسې یې په ناسمه توګه ادعا کوله چې انتخاباتو کې ټګي شوې.

د پولیسو او بلواګرو تر منځ په اخ او ډب کې نږدې ۱۴۰ د پولیسو افسران ټپي او څو تنه ووژل شول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG