بایډن او هریس د اکتوبر اوومې د برید په کالیزه او د فلسطینیانو په مړینه خواشیني وښودله

د غزې د روانې جګړې یو کال پوره شو

د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن او د هغه مرستیالې کاملا هریس، چې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د دیموکرات ګوند نومانده ده، دوشنبې اکتوبر اوومه (تلې ۱۶) په اسرائیل باندې د حماس د تېر کال د خونړي برید او په غزه کې د اسرائیل په عملیاتو کې د فلسطینیانو د پراخې مرګ ژوبلې له کبله خواشیني څرګنده کړه.

بایډن وویل: "راځئ چې د اکتوبر د اوومې د بریدونو د نه بیان کېدونکې وحشت شاهدان واوسو او د هغو خلکو د ژوند د ښکلا شاهدان واوسو چې په هغه ورځ ژوند ورڅخه واخیستل شو."

د ولسمشر مرستیالې، هریس ویلي چې هغه به "هیڅکله د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې وحشت هیر نکړي" کله چې د حماس اورپکو په اسرائیل ناڅاپي برید پیل کړ، ۱۲۰۵کسان چې ووژل شول چې اکثره یې ملکي وګړي وو او ۲۵۱ نور یې یرغمل کړل.

هریس په یو بیان کې وویل: "زه د اسرائیل د خلکو په وژل کېدو او دردېدو دردمنه یم."

بایډن په خپله وینا کې زیاته کړه: "تاریخ به د اکتوبر اوومه د فلسطین د خلکو لپاره هم د یوې تورې ورځې په توګه په یاده وساتي ځکه چې حماس ورباندې دا ورځ راوستله."

بایډن وویل: "ددې کال د جګړو په ترڅ کې ملکي وګړو ته ډېر زیانونه اوښتي دي."

هریس په خپل بیان کې دا هم ویلي چې "په تېر کال کې په غزه کې د مرګ ژوبلې او ویجاړیو له امله یې زړه مات شوی دی."

د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې د غزې په تړانګه کې د اسرائیل په بریدونو له ۴۱۹۰۹ څخه زیات فلسطینیان چې اکثره یې ملکي وګړي دي، وژل شوي. ملګرو ملتونو دغه ارقام د باور وړ بللي دي.

په خپلو بیانونو کې، بایډن او هریس دواړو له اسرائیل سره د متحده ایالاتو پر پوځي اتحاد ټینګار کړی دی.

بایډن وویل: "یو کال وروسته، مرستیال ولسمشره هریس او زه د یهودي خلکو خوندیتوب، د اسرائیل امنیت او د شتون حق ته په بشپړه توګه ژمن یو."

هریس یادونه وکړه چې هغه به "تل د فلسطین د خلکو لپاره مبارزه وکړي ترڅو وکولی شي د وقار، ازادۍ، امنیت او ځان بسیاینې حق ترلاسه کړي."

هغې په لبنان کې د اسرائیل او حزب الله تر منځ مخ په زیاتیدونکي کړکېچ ته په اشارې سره وویل: "موږ هم په دې باور یو چې د اسرائیل او لبنان د پولې په اوږدو کې یو ډیپلوماټیک حل د تلپاتې ثبات یوازینۍ لاره ده."