بایډن په کلکه ژمنه وکړه چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې انتخاباتي مبارزې ته دوام ورکوي

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنیز کمپاین څخه د وتلو د غوښتنو سره سره، بایډن په جدي توګه ژمنه وکړه چې د جمهوري ریاست په انتخاباتي مبارزې کې به سیالۍ ته دوام ورکړي.

بایډن وویل د رایه ورکوونکو قوي‌ ملاتړ ورسره دی او په انتخاباتو کې به خپل رقابت روان ساتي‌ او سیالي به ګټي. هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:"زه په دغو (ټاکنو) کې د خپل میراث لپاره (دخېل) نه یم. زه په دغو (انتخاباتو کې د دې لپاره (شامل) یم چې پيل شوی کار مې بشپړ کړم."

نوموړي هغه ټول انتقادونه رد کړل چې ګني پس کار کوي، کمزورې نښې ښکاره کوي او یا د کاري مشرتوب وړتیا نه لري. خو یو شمېر مشهور دموکرات سیاستوال او مشهورې څېرې له هغه غواړي‌ چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې له سیالۍ څخه ووځي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ جولای ۱۱ (چنګاښ ۲۱مه) په یوه خبري ناسته کې د خپلو بهرنیو او کورنیو سیاستونو په کلکه دفاع وکړه او د راتلونکو څلورو کلونو لپاره یې د خپلې وړتیا په اړه پوښتنې ځواب کړې.

بایډن په وروستیو اتو میاشتو کې په خپل لومړي واحد خبري کنفرانس کې، د یو ساعت خبرو زیاته برخه د خپل دموکرات ګوند دننه د حرکت په اړه د پوښتنو په ځواب ویلو تیره کړه؛ هغه غورځنګ چې له هغه څخه یې غوښتي چې د "شناخت د زوال" په اړه د اندیښنو له امله د متحده ایالاتو د ولسمشریزو ټاکنو له کمپاین څخه لاس واخلي.

خو ولسمشر بایډن خپله روغتیايي ستونزه په کلکه رد کړه او ویې ویل: ''په دې وروستیو کې مې د فبرورۍ په میاشت کې درې مهم او جدي عصبي معاینات وکړل. هغوی [ډاکټران] وايي چې زه په ښه حالت کې یم.''

ولسمشر بایډن همداشان زیاته کړه که چیرې د هغه کوم ډاکټر "فکر وکړي چې زه باید بله عصبي معاینه وکړم، زه به یې ترسره کړم."

د دموکرات ګوند د مخکښو غړو په ګډون، ځنې خلک د بایډن د عمر او د سپینې ماڼۍ د مشرۍ د دوام لپاره د هغه د وړتیا په اړه اندیښنه څرګنده کړې. خو بایډن انتقاد کوونکو ته روښانه ځواب لري.

۸۱ کلن بایډن زیاته کړه چې زوړوالی "یو څه حکمت راوړي" او ټینګار یې وکړ چې د یوې بلې دورې لپاره د دندې فشار زغملای شي.

له بایډن څخه وپوښتل شول چې د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د کمپاین پرمهال د هغه ژمنه څه شوه چې د دموکراتانو ځوان نسل سره د پل جوړولو لپاره یې کړې وه، هغه ژمنه چې هغه وخت داسې وانګیرل شوه چې هغه به په ۲۰۲۴ کې بیا ولسمشرۍ ته ونه دریږي.

ددې پوښتنې په ځواب کې، ولسمشر بایډن وویل: "هغه څه چې بدل شول، د وضعیت شدت و چې ما د اقتصاد، بهرنۍ پالیسۍ او داخلي ویشلتیا له خاطره په میراث یوړل."

تر دې مخکې د بايډن د انتخاباتي کمپاین دفتر ویلي وو چې د ویسکانسن، پنسلوانیا او د مېشیګن په ایالتونو کې د دوی کامیابي‌ د بري په لوري رڼه لاره ده، چې هېڅ بل دموکرات نه شي کولای د ټرمپ سره سیالي وکړي.

په همدې حال کې د هغه د انتخاباتو دفتر منلې ده چې بایډن د ټرمپ په پرتله شاته دی او په سپينې ماڼۍ کې او انتخاباتي کمپاین کې یې ځینې سلاکارانو شک ښودلی چې هغه به خپل سیال، ټرمپ ته ماتې ورکړای شي.

خو بایډن وویل، چې ځیني پخواني ولسمشران هم په خپلو انتخاباتي مبارزو کې له خپلو سیالانو څخه وروسته پاتې وو او دی لا ډېره اوږده لار په مخ کې لري او کولای شي چې تر خپل سیال مخکې شي.

په همدې ترڅ کې د سنا په مجلس کې د اکثریت مشر چک شومر د ولسمشر بایډن ډلې ته بلنه ورکړې چې له سناتورانو سره وویني‌ او د راتلونکو اندېښنو په اړه ورسره خبرې وکړي.

ځینو سناتورانو وویل غوره ګڼي چې په دې اړه یې په خپله له ولسمشر څخه واوري.

دموکرات سناتور کریس مورفي وویل، دې فکر کوي بایډن په ټاکنو کې بریالی کېدای شي، خو باید د رایه ورکوونکو اندېښنو ته ځواب ووايي‌ او "په راتلونکو ورځو کې له رایه ورکوونکو سره وویني."