پاکستان کې بلوڅانو د خپلو خلکو د وژل کېدو او تري‌ تم کېدو خلاف مظاهرې پیل کړې

د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د یو بلوڅ خیاط ملا بخش له وژل کېدو یوه میاشت وروسته، بلوڅ فعالانو له بلوچستان څخه اسلام اباد ته اعتراضیه لاریون پیل کړی دی.

دوی شاوخوا ۱۶۰۰ کیلو میتر لاریون د دې لپاره کوي‌،‌ چې «د بلوڅانو د تري تم کولو او د محکمې له حکم پرته یې د وژلو» په اړه د حکومت پام ځان ته واړوي.

بلوڅ فعالانو د چهارشنبې په شپه ناوخته په خپلو ټولنیزو شبکو کې ولیکل چې پاکستاني پولیسو یې په اعتراض برید کړی او اوښلن ګاز یې پرې شیندلي دي. دوی ویل چې یو شمېر یې ژوبل شوي هم دي. په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې یو شمېر اعتراض کوونکي بې هوښه په ځمکه پراته دي.

د پاکستان د ترهګرۍ سره د مبارزې اداره وايي چې بلوڅ ملا بخش یې له چاودېدونکو توکو سره یو ځای نیولی و. ټاکل شوې وه،‌ چې هغه د نومبر په ۲۴ نېټه محکمې ته وړاندې شي. نوموړي غوښتل چې د تندلارو یو پټځای امنیتي ځواکونو ته وښيي، چې د تندلارو او پاکستان د امنیتي ځواکونو ترمنځ په ډزو کې ووژل شو.

د ملا بخش کورنۍ دا تورونه ردوي‌ او له ترهګرۍ سره د پاکستان د مبارزې اداره د هغه په وژلو کې تورنوي. هغوی وایي چې ملا بخش د اکتوبر په ۲۹ نېټه په خپل کور کې ونیول شو او څو اوونۍ وروسته محکمې ته هم وړاندې کړل شوی و.

د ملا بخش کورنۍ په لومړي سر کې د هغه مړی ښخ نکړ او له پولیسو څخه یې وغوښتل چې له ترهګرۍ سره د بلوچستان د مبارزې ادارې سره قانوني چلند وکړي.

ملابخش د نومبر په ۲۹ نېټه ښخ کړل شو او پولیسو د ډسمبر په نهمه نېټه د ترهګرۍ سره د مبارزې د ادارې د څلورو پولیسو په ضد قضیه ثبت کړه، د بلوچستان ایالتي محکمې د پولیسو د دغه کار مخه نیولې ده.

د ملا بخش بلوڅ له مړینې وروسته، پیل شوې مظاهرې پراخې او زیاتې شوې، د پاکستان عمده رسنیو د دغو مظاهرو په اړه راپورونه خپاره کړي‌ نه دي. خو په ټولنیزو رسنیو کې ښودل کېږي،‌ چې زرګونه بلوڅ فعالان مظاهره کوي او اسلام اباد ته یې د ورتګ مخه نیول شوې ده.

د دغو مظاهرو یوه تنظیموونکې ماه رنګ بلوڅ امریکا غږ ته وویل: «غواړو چې ورک شوي [بلوڅان] ازاد شي... غواړو چې له ترهګرۍ سره د مبارزې اداره بې وسلې شي چې بیا څوک ورک نشي او په ساختګي ډزو کې څوک ونه وژل شي. زموږ دا غورځنګ به تر هغه روان وي، چې زموږ غوښتنې منل شوې نه وي.»

ماه رنګ بلوڅ د بلوڅانو د ټولنې د مشرانو د کمېټې غړې ده، چې په ۲۰۰۹ کال کې یې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته یې فعالیت پیل کړی. د ماه رنګ د پلار مړی په ۲۰۱۱ کال کې وموندل شو، چې په بدن کې یې د شکنجې نښې څرګندې وې. د ماه رنګ د پلار د تري تم کېدو او وژل کېدو قضیه د نورو سلګونو نورو قضیو په څېر ونه پلټل شوه.

د بلوڅ فعالانو یو کاروان،‌ چې ۲۰۰ کسان په کې دي، د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې تم کېږي چې د بلوڅانو د ستونزو‌ او‌ تري تم کېدو په اړه خلک پوه کړي.

ټاکل شوې وه چې دا ډله د چهارشنبې په ورځ د پاکستان مرکز اسلام اباد ته داخل شي او په پرس کلب کې له نورو راټولو شویو سره یو ځای شي، خو پولیسو ورته وویل چې یو پارک ته ولاړ شي او معترضانو دا غوښتنه ونه منله.

ماه رنګ بلوڅ امریکا غږ ته ویلي‌ دي چې د دوی دغه کاروان په لاره کې هم ځورول شوی او مقاماتو یې په مخ لارې تړي. پولیسو ځینې معترضان د دولت په ضد د شعارونو د ورکولو په تور نیولي دي.

مخکې هم په پاکستان کې بلوڅانو دا ډول مظاهرې کړې وې، خو په ناروې کې بلوڅ خبریال کیا بلوڅ وايي چې دا ځل د دغو مظاهرو مشري ښځې کوې او د خلکو ښه ملاتړ هم له ځان سره لري.

نوموړي وویل چې ښځو ځکه د مظاهرو مشري په لاس کې اخیستې، چې نارینه د تري‌ تم کېدو له ویرې سره مخامخ دي او یا په ځینو برخو کې له مقاماتو سره جوړ جاړی کوي او مظاهرې ختموي.

هغه وویل چې «بلوڅانو په ښځو باندې ډېر» باور لري. نوموړي وویل چې دغو مظاهرو د پاکستان نورو سیمو کې هم مېشتو بلوڅانو ته لوی پیغام ورکړی او دا مظاهرې یې له نورو څخه جلا کړې دي.

ترې تم کول

په تېرو دوو لسیزو کې بلوچستان د یو لړ تاوتریخوالي او جنګ جګړو شاهد دی، چې له کبله یې په دغه ایالت کې یو شمېر خلک هم تري تم او ورک شوي دي.

د بلوڅ بیلتون غوښتونکي ډلې د پاکستان فدرال حکومت تورنوي چې د بلوڅانو طبعي زیرمې لوټي. د پاکستان حکومت هم د بلوڅ بیلتون غوښتونکو د غورځنګ د ځپلو لپاره د هغوی فعالان نیسي او یو شمېر یې تري تم کوي. یو شمېر بلوڅې کورنۍ لا هم د خپلو ورکو شویو عزیزانو لار څاري.

ماه رنګ بلوڅ وايي چې د پاکستان حکومت د بلوڅانو په تري تم کولو کې خپل لاس لرل په کلکه ردوي. په پاکستان کې د چین د «یو کمر بند یوه لار» د پروژې د یوې برخې په توګه د چین-پاکستان د اقتصادي دهلیز د پروژو له پیلولو وروسته په بلوچستان کې بریدونه زیات شوي. د دغو پروژو ډېره برخه د بلوچستان ایالت د ګوادر په بندر کې تطبیق کېږي.

په بلوچستان کې په یو شمېر چینايي کارکوونکو او وګړو باندې له بریدونو وروسته، د پاکستان حکومت په دغه ایالت کې امنیتي تدابیر جدي‌ او زیات کړي دي.

ماه رنګ بلوڅ وايي چې د اقتصادي فرصتونو د کموالي باوجود د امنیتي‌ تدابیرو د زیاتوالي، د بیان د ازادۍ د ځپلو، د خلکو د تري تم کولو او د محکمې له حکم پرته د وژلو له کبله د بلوڅ جنګیالیو سره د خلکو خواخوږي زیاته شوې ده.

د حکومت ځواب

په تېرو څو کلونو کې د پاکستان بېلا بېلو حکومتونو ژمنې کړې دي چې د بلوڅانو د تري تم کولو او وژلو ستونزه به حل کړي، خو ډېر عملي کار نه دی شوی.

د نادرکه شویو بلوڅانو د شمېرې ټولولو کمېسیون، د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په میاشت کې په خپل راپور کې وویل چې له ۲۰۱۱ راهېسې یې د ۹۰۰۰ ورکو شویو بلوڅانو قضیې ثبت کړې، چې اکثریت یې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې دي.

په دغو قضیو کې یې یوازې ۵۰۰۰ څېړل شوې او ۳۸۰۰ ورک شوي بلوڅان بېرته خپلو کورنیو ته ستانه کړل شوي دي او ۲۰۰۰ نور بلوڅان لا هم تري تم دي.

ماه رنګ بلوڅ وايي د ملا بخش له مړینې وروسته په بلوڅانو کې یوه ویره پیدا شوې او همدا علت دی چې دا مظاهرې پیل شوې دي. هغه هیله وښوده چې د پاکستان حکومت د ترهګرۍ سره د بلوچستان د مبارزې اداره دې بې وسلې کړي.

د ملا بخش ورور یونس بلوڅ وایي چې د دوی غوښتنه د عدالت تطبیق دی. هغه وویل: «که عدالت پلی نشي، تر مرګ پورې به مبارزه کوو.»