د استرالیا د فوټبال لیګ دوشنبې نومبر څلورمه (لړم ۱۴) وویل چې امپایر لي هاسن په یوه غونډه کې د اسامه بن لادن په څېر د لباس اغوستلو له کبله په موقتي توګه له کاره ګوښه شوی دی.
هاسن به د سزا په توګه د استرالوي فوټبال د ۲۰۲۵ د لوبو په لومړي پړاو کې د حکمیت اجازه ونلري. هغه په یو رستوران کې په جوړه شوې غونډه کې په داسې حال کې ظاهر شوی و چې د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د طراح لباس یې اغوستی او د هغه په څېر ماسک یې پر خپل مخ پورې تړلی و.
په سپتمبر کې ددغه تفریحي غونډې موضوع "د ۲۰۰۰ لسیزې د شخصیتونو" په څېر لباس اغوستل ښودل شوې وه.
هاسن په یو بیان کې وویل: "زه بخښنه غواړم. ما د قضاوت یوه تېروتنه وکړه. ما هیڅکله د چا د سپکاوي اراده نه درلوده."
د استرالیا د فوټبال لیګ د امپایرۍ د برخې مشر سټیفن مکبرني وویل چې هاسن یوه نامناسبه پریکړه کړې، خو خپله اشتباه یې منلې او په دې اړه یې له تحقیقاتو سره همکاري کړې ده.
مکبرني زیاته کړه: "لي [په غونډه کې] د خپلو جامو د نامناسب طبیعت په اړه پوهیږي. هغه د امپایرانو د ډلې یو ارزښتناک غړی دی چې په ۲۰۱۷ کې ددغه غړیتوب ترلاسه کوله راهیسې بی ساری ریکارډ لري."
د استرالیا د فوټبال لیګ ویلي چې د تیرې میاشتې په یوه جلا تفریحي غونډه کې د "ګریټر ویسټرن سیډني" لوبډلې شپږ لوبغاړي د نامناسبو لباسونو اغوستلو او تمثیلي پارچو د اجرا کولو له کبله په موقتي توګه له لوبو منع شوي او اووه لوبغاړي جریمه شوي دي.