د استرالیا صدر اعظم انتوني البانیز د پنجشنبې په ورځ نومبر اومه (لړم۱۷) وویل چې هېواد به یې یو نوی قانون تصویب کوي چې د ۱۶ کلونو څخه په کم عمر ماشومانو باندې د ټولنیزو رسنیو کارول بند شي.
د اسرائیل صدراعظم وايي د تکنالوژۍ د هغو شرکتونو په ضد به اقدامات وشي چې د ځوانو کاروونکو په حفاظت کې پاتې راغلي.
نوموړي خبریالانو ته وویل: «دا کار د میندو او پلرونو لپاره دی. ټولنیزې رسنۍ په واقعیت کې ماشومانو ته زیان رسوي، زه ورته وخت ټاکم.»
انتوني البانیز د کال په سر کې ویلي وو چې باید د ټولنیزو رسنیو دکاروونکو لپاره د عمر یو محدودیت وي، خو دا لومړی ځل دی چې د کاروونکو عمر په ډاګه کوي.
هغه وویل دا «د میندو او پلرونو، چې د خپلو اولادونو په اړه اندېښنه لري، مسئولیت نه دی، بلکې» دا به د تکنالوژۍ د شرکتونو او د ټولنیزو رسنیو د شبکو مسئولیت وي، چې د کاروونکو د عمر په اړه اطمینان ترلاسه کړي.
د استرالیا صدراعظم زیاته کړه: «مسئولیت به د میندو او پلرونو او ځلمیانو په غاړه نه وي او نه به کاروونکو ته سزا ورکول کېږي.»
انتونيالبانیز وویل چې دا مسوده به په همدې اونۍ کې د دولت او قلمرو مشرانو ته سپارل کېږي او بیا به د نومبر په میاشت کې پارلمان ته وړاندې شي.
د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو د عمر د محدودیت په اړه د صدراعظم البانیز وړاندیز په استرالیا کې په پراخ ډول حمایت شوی و.