د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع قوي کولو لپاره اتمر هند ته ولاړ

بیان وايي چې حنیف اتمر او هندي چارواکي به په یو ګډ خبري کنفرانس کې هم وینا وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د افغان سولې اړوند د سیمه ییزي او نړیوالې اجماع د قوي کولو او په یو لړ نورو مسائلو د بحثونو لپاره هند ته تللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه مارچ ۲۲(وري ۲) ویلي چې ښاغلی اتمر نن له کابل څخه ډیلي ته سفر پيل کړ.

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي چې هغه به ډیلي ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې د هغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر او ملي امنیت شورا له سلاکار سره ګوري.

په اعلامیه کې راغلي: "هندوستان ته د ښاغلي اتمر او د هغه د مل پلاوي سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او د افغانستان د سولې بهیر په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړې کول دي."

بیان وايي چې حنیف اتمر او هندي چارواکي به په یو ګډ خبري کنفرانس کې هم وینا وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هندوستان ته د سفر په ترڅ کې به ښاغلی اتمر هلته د افغان محصلینو له استازو، سوداګرو، په هندوستان کې ميشتو افغان سیکانو او اهل هنود استازو او یو شمیر افغان کډوالو سره هم وګوري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال هند ته سفر کوي چې څو ورځې په مسکو کې د افغان سولې په اړه کنفرانس وشو.

ویل کیږي چې د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه کې د هند استازو ګډون نه و کړی.

بلخوا ټاکل شوې په راتلونکې میلادي میاشت کې په ترکیه کې هم د افغان سولې اړه نړیوال کنفرانس تر سره شي.