د احمدشاه مسعود ۲۳ تلین؛ یو شمېر افغان سیاستوالو د هغه مبارزه ستایلې

د پخوانیو مجاهدینو قومندان احمدشاه مسعود د ۱۳۸۰ لمریز کال د وږي په ۱۸ ( ۲۰۰۱ کال د سپټمبرنهم) د تخار په ولایت کې د دوو عربو له خوا چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو.

د یکشنبې ورځ وږي اتلسمه د (سپټمبر اتمه) د پخوانیو مجاهدینو د قومندان احمدشاه مسعود د ۲۳ تلین سره هممهاله د پخوانیومجاهدینو ځینو ډلو او یو شمیر سیاسي مشرانو د افغانانو ترمنځ د ملي یووالي د ټینګیدو، عدالت او ازادۍ لپاره د مسعود مبارزه ستایلې ده.

د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند په یوه اعلامیه کې ویلي چې د احمدشاه مسعود تلین ټولو هغو کسانو ته د درناوي یادونه ده چې د ایمان، عدالت او انساني کرامت د خوندي کیدو په لار کې یې خپل ځانونه قربان کړي دي.

جمعیت اسلامي ګوند ویلي د هغه د تلین په مناسبت ویلي دي " نن چې زمونږ هیواد یو ځل بیا د بحران، ګواښونو او د تاوتخریوالي ډګ افراطیت د یرغل سره مخ دی، له بل هر وخت څخه زیاته اړتیا لرو چې د ملي قهرمان د افکارو او کړنو څخه الهام واخلو. یوازې د هغه او نورو شهیدانو ارمانونو ته په ژمنې، اتحاد او یووالي سره کولی شو د افغانستان لپاره روښانه راتلوونکې جوړه کړو."

د پخوانیو مجاهدینو قومندان احمدشاه مسعود چې پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د تیرې او په ۹۰ مه لسیزه کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال ددغې ډلې پر وړاندې د مقاومت د جبهې مشر و د ۱۳۸۰ لمریز کال د وږي په ۱۸ ( ۲۰۰۱ کال د سپټمبرنهم) د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د دوو عربو له خوا چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو.

دا پیښه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې ورځې څخه درې ورځې دمخه شوې وه.

افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې احمدشاه مسعود د ۲۳ تلین په مناسبت لیکلي چې مسعود د خپل هیواد د ازادۍ لپاره مبازه کوله او هغه یې د یو وتلي جهادي څیرې په توګه مطرح کړ.

د بلې خوا د ملي پخلاینې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله هم د ایکس په ټولنیره شبکه کې لیکلي چې احمدشاه مسعود نوم، د هغه د سیاسي – نظامي زرینو او تلپاتې کارنامو ترڅنګ د یوه ثابت قدمه، اعتدال پلوی، له تعصب، نفرت، تاوتریخوالي او کینې څخه د پاک شخص په توګه ثبت شوی دی

د طالبانو حکومت د مسعود د تلین د ورځې د رسیدلو په اړه تراوسه کومه تبصره نه ده کړې.

په افغانستان کې به د مخکني حکومت په مهال دا اونۍ د «شهید اونۍ» په نوم نمانځل کېده چې د مسعود پلویانو به په کې په پنجشیر او یو شمیر نورو ولایتونو کې د یو لړ ځانګړو مراسمو کې د هغه د یاد تازه کولو غونډې کولې.

د مقاومت عالي شورا چې د پخوانیو مجاهدینو د یو شمیر مشرانو او قومندانانو ترڅنګ د طالبانو د حکومت یو شمیر مخالف سیاسي مشران هم په کې غړیتوب لري په یوه اعلامیه کې ویلي چې احمدشاه مسعود په دې باور و چې افغانستان د ټولو اوسیدونکو ګډ کور دی او ددغه هیواد اوسیدونکي کولای شي چې د مساوي حقونو پراساس د دیموکراسۍ د نظام په چوکاټ کې ارام او هو سا ژوند ولري.

دغې شورا ویلي: " هغه پر ټاکنو د یو اصل په توګه باور درلود او دیموکراسۍ ته یې په ژور ډول درناوی درلورد". همداشان دغې جبهې ویلي چې د سخت دریځۍ پر وړاندې مبارزه د احمدشاه مسعود د مبارزې اساس وو.

د مقاومت عالي شورا ویلي چې دا شورا په دې باور ده چې په افغانستان کې روان بحران به سیمې ته هم پراخه او د تروریزم د صادریدو سبب شي او د نړۍ امنیت ته به ګواښونه را ولاړ کړي.

خو په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو راهیسې دا ورځ په دغه هیواد کې په رسمي ډول نه نمانځل کیږي او یوازې د جمعیت اسلامي د ګوند او د احمدشاه مسعود د پلویانو له خوا د اعلامیو په خپرولو سره د هغه تلین نمانځي. همداشان د احمدشاه مسعود پلویان او لارویان هم په یو شمیر هیوادونو کې دا ورځ د غونډو په جوړولوسره نمانځي.

احمدشاه مسعود په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند او ددغه ګوند ملاتړې وسله وال د ۱۹۹۲ کال د اپریل په ۲۸ ( ثور اتم) کابل ته راننوتل او د افغانستان د خلکو د دیموکراتیک ګوند شاوخوا څوارلس کلنه واکمني یې پای ته ورسوله.

خو ژر د احمدشاه مسعود ځواکونه د هغه سیال اسلامي حزب د ځواکونو سره د واک په سر په نښتو کې ښکیل شو چې په پایله کې یې د کابل ښار ډیرې برخې د خاورو سره خاورې شوې او په زرګونو ملکي وګړي په کې مړه او ټپیان شو.

طالبانو په ۱۳۷۵ کال د تلې په شپږمه د یو لړ سختو نښتو وروسته کابل د احمدشاه مسعود له وسله والو ونیو، خو مسعود د کابل شمال ته د بګرام هوايي ډګر شاوخوا ته د طالبانو پر وړاندې ټینګ سنګر ونیو او د ۱۳۸۰ لمریز کال د وږي په ۱۸ ( ۲۰۰۱ کال د سپټمبرنهم) پورې یې د طالبانو د ځواکونو پر وړاندې د خپل سنګر څخه دفاع وکړه.

طالبان د ۲۰۰۱ کال د نومبر د میاشتې وروسته له کابل او افغانستان له ډیرو ولایتونو پر شا شو او د احمدشاه مسعود پلوي ځواکونه کابل او د افغانستان نورو ولایتونو ته ننوتل.

کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود د پنجشیر په ولایت کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت جبهه پرانیستله، خو د څو اونیو مقاومت وروسته طالبان پنجشیر ولایت ته هم ننوتل او دا سیمه یې هم تر کنټرول لاندې راوستله.

احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ملي جبهه په هغو څو جبهو کې شامله ده چې لا د طالبانو پر واندې مقاومت کوي او پرې وخت ناوخت بریدونه کوي.