ایراني چارواکي: د ښوونځیو ظرفیت ډک شوی؛ د افغان ماشومانو نوم لیکنه نوره ممکنه نه ده

یو شمېر افغان کډوال وايي، چې ماشومان یې نه یوازې د ایران په دولتي ښوونځیو کې د زده کړو اجازه نه لري، بلکې ایراني چارواکي په ښوونځیو کې د هغوی د نوم لیکنې څخه هم ډډه  کوي. عکس -ارشیف

د ایران د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي ویلي، چې د دغه هېواد په ښوونځیو کې د افغان کډوالو ماشومانو د نوم لیکنې ظرفیت بشپړ شوی او نور افغان کډوال ماشومان نشي منل کېدای.

د ایرنا خبري آژانس د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو د چارو رئیس، نادر یاراحمدي، په حواله ویلي چې دوی نور نشي کولای، افغان کډوال ماشومان په حضوري ډول په ښوونځیو کې ومني.

یاراحمدي د پنجشنبې په ورځ، دسمبر پنځمه (لیندۍ ۱۵مه) د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د دفتر له رئیس، تاکاشیما، سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغان ماشومانو لپاره د آنلاین زده کړو طرحې د عملي کولو لپاره وسایلو، په ځانګړي ډول "موبایلونو او ټبلیټونو" ته اړتیا ده.

د ایرنا راپور زیاتوي: "یاراحمدي د بهرنیو زده کوونکو د زده کړو پر اهمیت او په هېواد کې د ښوونځیو د ظرفیت د بشپړیدو له امله د حضوري زده کړو د محدودیتونو په اړه د یادونې ترڅنګ، د افغان زده کوونکو لپاره د آنلاین زده کړو د وسایلو غوښتنه وکړه. "

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د احصایې له مخې، اوس وخت په ایران کې شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغان کډوال چې قانوني اسناد، ویزې لري او یا هم بې اسناده دي، ژوند کوي. خو بلخوا، ایراني چارواکي ادعا کوي، چې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان په دې هېواد کې مېشت دي.

په ورته وخت کې ایراني رسنیو ویلي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د دفتر رئیس د افغان ماشومانو لپاره د آنلاین زده کړو د طرحې هرکلی کړی او ویلي یې دي: "ګډې همکارۍ کولای شي د کډوالو لپاره د ګټور او اغیزمن ملاتړ زمینه هواره کړي. موږ به همدارنګه د ځانګړو موضوعاتو لپاره له تخنیکي ټیمونو سره ناستې ترسره کړو. "

له بلې خوا، یو شمېر افغان کډوال وايي چې ماشومان یې په دولتي ښوونځیو کې د زده کړو اجازه نه لري او ایراني چارواکي په ښوونځیو کې د هغوی د نوم لیکنې څخه ډډه کوي.

حامد سروري (مستعار نوم) چې له دوو کلونو راهیسې په تهران کې ژوند کوي، د امریکاغږ ته ویلي چې د هغه ماشومان ښوونځیو ته له تګ څخه بې برخې دي.

سروري وویل چې د نوي تعلیمي کال په پیل کې یې خپل اته کلن او پنځه کلن ماشومان څو ځله نږدې ښوونځیو ته بوتلل، خو د ایران د پوهنې ریاست چارواکو د هغوی د نوم لیکنې څخه ډډه وکړه.

هغه زیاته کړه: "زوی مې اته کلن دی، د تعلیمي کال په لومړیو ورځو کې ورته اجازه ورکړل شوه چې زموږ د کور ترڅنګ ښوونځي ته لاړ شي، خو څو ورځې وروسته د پوهنې ریاست چارواکو او ښوونځي مدیر زما زوی له ښوونځي واېست."

د افغان کډوالو په وینا، دوی په ایران کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی وايي چې اوس مهال د دوی ډېری ماشومان له زده کړو بې برخې دي او ځینې دولتي روغتونونه هم د دوی د درملنې، په ځانګړي ډول د ماشومانو د درملنې، څخه ډډه کوي.

افغان کډوال زیاتوي ، کله چې د خپلو ستونزو د حل لپاره دولتي ادارو ته مراجعه وکړي، نو د ناسم چال چلند سره مخ کېږي.

دا پداسې حال کې دی چې ایران د افغان کډوالو د نیولو او جبري شړلو لړۍ ته دوام ورکړی او هره ورځ زرګونه کسان له نیولو وروسته افغانستان ته لیږي.

تر دې وړاندې ځینو افغان کډوالو ویلي وو، چې د ایران پولیس هغه افغانان هم نیسي او بندي کوي چې له قانوني پاسپورت او ویزې سره دغه هېواد ته تللي وي.