بخښنې سازمان: نجونو او ښځو سره د طالبانو چلند دې بشریت پروړاندې جنایت په توګه وڅیړل شي

بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې طالبان نجونو پر زده کړو محدودیت یوه موقتي مسله ګڼي، خو ددغه محدودیت له امله د تیرو دریو کلنو راهیسې په افغاسنتان کې له یو میلیون څخه زیاتې نجونې ښوونځیو ته د تللو څخه محرومې شوي.

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو د دری کلونو بندیز پوره کیدو ته د نړیوالو غبرګونونو په لړ کې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د افغان میرمنو او نجونو سره د طالبانو چلند دې د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه وارزول شي.

دغه سازمان د چهارشنبې د ورځې ناوخته سپټمبر۱۸( وږي ۲۸مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې که څه هم طالبانو د نجونو پر زده کړو محدودیت یوه موقتي مسله ګڼلې، خو ددغه محدودیت له امله د تیرو دریو کلنو راهیسې په افغاسنتان کې له یو میلیون څخه زیاتې نجونې ښوونځیو ته د تللو څخه محرومې شوي دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان د وینا پر اساس طالبانو اوس مهال دغه " ظالمانه بندیز یوه کورنۍ مسلې په توګه یادوي".

دغه سازمان ویلي: " نړیواله ټولنه باید د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي او ساتنې او د جنسیت پر بنسټ د ځورونو پای ته رسیدلو او ښوونځیو ته د نجونو د ستنیدلو لپاره د چاپیریال د برابرولو او هم په ټولنیز، سیاسي او فرهنګي برخو کې د هغوی معنی لرونکي ګډون ته د ټولو لارو چارو څخه پر طالبانو باندې د فشار د راوړلو لپاره کار واخلي".

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کولو ووسته په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د شپږم ټولګي څخه په پورته په منځنۍ او ثانوي دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی. ددې سربیره طالبانو د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په وروستۍ اونۍ کې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې چارواکو یې پر رسمي ډول د لومړۍ دورې څخه پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی. طالبانو په تیرو دریو کلنو کې د نړیوالې ټولنې د پرله پسې غوښتنو سره سره په تیرو دریو کلنو کې په پرله پسې ډول په منځنۍ او ثانوي دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ته دوام ورکړی دی.

د یونیسف اندیښنې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" هم په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام ته اندیښنه ښودلې ده او ویلي دي چې اوس مهال په دغه هیواد کې ۳۸ زره نجونو چې له شپږم ټولګي څخه فارغې شوي هغوی نور ښوونځیو ته نشي تللی.

د یونیسف د معلوماتو پر اساس افغانستان کې ددغو نوو فارغ شویو نجونو سربیره نږدې ۱.۵ میلیونه نورې نجونې هم له زده کړو محرومې شوې دي او هغوی په دغو دریو کلنو کې د طالبانو د اوامرو څخه زیانمنې شوې دي.

یونیسف په دغه اعلامیه کې ویلي: "یونسیف د ۲.۳ میلیونو نجونو څخه د ملاتړ لپاره چې اوس مهال افغانستان کې په لومړنیو ښوونځیو کې په زده کړو بوختې دي خپلو هڅو څخه لاس په شر نه شي".

طالبانو په پرله پسې ډول په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو محدودیت موقتي یاد کړی او ویلي دي چې نجونو ته د شریعت مطابق د درسي نصاب او مناسب تعلیمي چاپیریال د برابرولو لپاره کار کوي، خو د نجونو له زده کړو څخه د ملاتړ فعالان وايي چې طالبانو په تیرو دریو کلنو کې په دې کې پاتې راغلي چې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنو ته عملي بڼه ورکړي.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د روان کال د اګست په ۲۵( وږي څلورمه) کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د ښځو د زده کړو په اړه د طالبانو د حکومت دریځ د اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه دی او په دې اړه به هغه څه چې یو شرعي نظام یې غوښتنه کوي پریکړه وشي.

د طالبانو د حکومت دغه چارواکي وویل: "دا یوه حساسه مسله ده، مختلف ابعاد لري، په اړه په بیړني ډول پریکړه چې په اونیو او میاشتو کې ترسره شي ممکنه نه ده".

ندا محمد ندیم وویل چې په دې اړه د دیني عالمانو څیړنې دوام لري او که چیرې هغوی دا پریکړه وکړي چې د نجونو او ښځو زده کړې جایزې دي ورته به اجازه ورکړل شي.

په افغانستان کې د تیرو دریو کلنو لپاره په پرله پسې ډول د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز دوام ته په کتنې د بشري حقونو یو شمیر نړیوالوسازمانونو افغانستان کې د بشري حقونو د سر غړونو پر وړاندې د ځواب ویلو د یو قوي او خپلواک نړیوال میکانیزم د رامنځ ته کولو په اړتیا باندې ټینګار کړی دی.