افغانستان کې د ژمي رارسېدو سره خلک د خوړو له لوړو بیو شکایت کوي

د کابل اوسېدونکي وايي د خوراکي توکو بیې ورځ تر بلې لوړیږي.

په افغانستان کې د ژمي د راتګ سره خلک شکایت کوي چې د سون او خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.

دوی وايي، له مالګې او بورې نیولې تر هګیو او نورو ټولو خوراکي توکو قیمتونه په داسې حال کې په چټکۍ لوړیږي چې ډیر خلک کار روزګار نلري.

د کابل ښار اوسېدونکي توریالی سادات امریکا غږ ته وویل: "خوراکي توکي د تېر کال په پرتله جګ تللي دي او تاسو پوهیږئ چې ژمي کې کار هم نه وي ، یو قالب هګۍ په ۱۶۰ وې اوس ۲۳۰، همداسې بوره، وریجي او دال حساب کړه."

سادات وايي چې یو خوا د روزګار نشتون او بلخوا د توکو لوړو بیو یې ستونزې څو چنده کړیدي.

ددغه ښار بل اوسېدونکی ادریس احمدزی له حکومت څخه د نرخونو د کنترول او خلکو ته د کاري فرصتونو د برابرولو تمه لری.

هغه وویل: " ښاروالي باید دکانداران کنترول کړي او په هره اونۍ کې دکانونه وګوري او له اسلامي امارت نه مو غوښتنه دا هم ده چې ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره کړي چې ژوند لږ سم شي."

کابل کې د روزګار په تمه ناست افغانان

د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي د نرخونو د کنترول د پاره اقدامات کوي.

د کابل اتمې ناحیې مسئول روح الله عثماني وویل: "د توکو د کنترول لپاره موږ په میاشتنې ډول نرخنامې ویشو او د نرخونو نظارت کوو او دکاندارانو ته وایو چې هر څه چې پیرئ باید یاداشت یې په کتابچه ولرئ او کاپي یې پلورونکي ته ورکړی."

عثماني همدارنګه زیاته کړه چې په مناسبو نرخونو د سون توکو د خرڅلاو لپاره ځانکړي ځایونه پا پام کې نیول شوي دي.

د کابل اوسېدونکي وايي روزګار نشته او د خوراکي توکو بیې ورځ تر بلې لوړیږي.

خو د اقتصادي چارو شنونکي ښاروالي د نرخونو په کنترول کې پاتې ګني او د ستونزې اصلي لامل په بازار کې د عرضې او تقاضا د انډول نشتوالي بولي.

د اقتصادي چارو شنونکي سیلاب سمندر امریکا غږ ته وویل: "په بازار کې د عرضې او تقاضا په اساس نه ثبات او د تور بازار شتون لویه ستونزه ده او بل د کرنسي په برخه کې د اینفلاسیون او ډیفلاسیون ټکر دې ته زمینه برابره کړېده چې خلک یې بیخي ګنکس کړیدي."

په افغانستان کې د خوراکي توکو د لوړو بیو پر مهال سوداګر د ډالر د ارزښت پورته کېدل د ستونزې علت یادوي، خو بلخوا عام ښاریان دا ځکه یوه بهانه ګڼي، چې د ډالر د کښته کېدو سره د توکو بیې بیا هم په هغه لوړ حالت پاتې وي.