د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د خښتو په سلګونو بټۍ تړل شوي؛ کارکوونکي یې د ژوند له سختیو شکایت کوي


کابل کې له څه باندې ۶۰۰ بټیو اوس یوازې ۹۳ فعالې پاتې دي.
کابل کې له څه باندې ۶۰۰ بټیو اوس یوازې ۹۳ فعالې پاتې دي.

په کابل کې چې یو مهال د خښتو د بټیو شمیر سلګونو ته رسېده، اوس یې کم شمېر فعالې پاتې دي او کارکوونکي یې د ژوند له سختیو شکایت کوي.

ددغو بټیو د اتحادیې مسئولین وايي چې له څه باندې ۶۰۰ بټیو اوس یوازې ۹۳ فعالې پاتې دي.

په کابل کې د خښتو د بټیو د اتحادیې مشر حاجي نعیم الله ددغو بټیو د تړل کېدو عمده لامل په کابل کې د ساختماني کارونو کمښت بولي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "په جمهوریت کې د بټیو ۶۲۰ بټۍ وې، چې بیا دا تعداد د طالبانو په راتګ ۴۳۰ او اوس چې خلک تاوانیان شویدي یوازې ۹۳ د خښتو فعاله بټۍ شته... د ډبرو سکاره قیمته شول او هغه کسانو چې پانګونه کړې وه هغوی زیانمن شول. بل په کابل کې کار نشته او دا خښته چې هم جوړیږي دا نورو ولایتونو ته روانه ده."

د خښتو د بټیو مسئولین او کارکوونکي وايي چې د بټیو له بندېدو سره ډیر خلک بې روزګاره شوي دي. خو لا هم په پاتې فعالو بټیو کې په سلګونو داسې ماشومان په کار بوخت دي چې له هر ډول زده کړو او د ژوند له لومړنیو اسانتیاو بې برخې دي.

سمیع الله له خپلو څلورو اولادونو سره د کابل په ده سبز سیمه کې د خښتو په یوه بټۍ کې په کار بوخت دی.
سمیع الله له خپلو څلورو اولادونو سره د کابل په ده سبز سیمه کې د خښتو په یوه بټۍ کې په کار بوخت دی.

سمیع الله له خپلو څلورو اولادونو سره د کابل په ده سبز سیمه کې د خښتو په یوه بټۍ کې په کار بوخت دی. نوموړی وايي چې د بې وزلۍ له کبله مجبور دی چې خپل واړه ماشومان هم پدې سخت کار کې له ځان سره بوخت وساتي.

سمیع الله امریکا غږ ته وویل: "دلته موږ ته هره پنجشنبه حساب را کوي، چې هغه ډیرې پیسې راکړي څلور یا څلورنیم زره وي چې څه قرضدارانو ته ورکوم او پاتې د کور ستونزې په حلوم."

سمیع الله د ژوند له سختو شرایطو سره لاس او ګریوال دی. وايي ښځه یې څه موده وړاندې پر ماشوم مړه شوې او د پاتې څلورو اولادونو پالنه ور په غاړه شوې ده.

هغه وویل: "زه پوهیږم چې دا ماشومان مې باید ښوونځي او یا مدرسې ته لاړ شي، خو اقتصادي ستونزې زیاتې دي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG