د افغانستان د ۱۷ کلنو څخه د کم عمر ځوانانو د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵کال د اسیا د ملتونو جام مقدماتي سیالۍ په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې د کمبودیا د ۱۷ کلنو څخه د کم عمر ځوانانو ملي ټیم ته په ماتې ورکولو سره د اسیا ملتونو جام ته لاره وموندله.
د جمعې د ورځې د مازیګر په ۴:۳۰ بجو د اکتوبر ۲۵ (لړم څلورم) په دغه سخته سیالۍ کې، چې د کمبودیا په کوربتوب ترسره شوه د افغانستان د ۱۷ کلنو څخه د کم عمر ځوانانو ملي ټیم د دغه هیواد د ۱۷ کلنو څخه د کم عمر د ځوانانو ملي ټیم ته درې ګلونه ورکړل چې مقابلې ډلې هم وکړای شو چې افغانستان ته یو ګول ورکړي او په دې توګه یې د ۲۰۲۵کال د اسیا د ملتونو جام ته لاره وموندله.
په دې لوبه کې د افغانستان د ملي ټیم له اړخه یاسر صافي، وارث شیرزي او ارش احمدي ګولونه ووهل. د افغانستان د ۱۷ کلنو څخه د کم عمر ځوانانو د ټیم کپتان سید نوید سادات ددې برې وروسته وویل: " نن مو د کمبودیا پر وړاندې ډیره سخته لوبه لرله، له نیکه مرغه په دې وتوانیدو چې هغوی ته په خپل هیواد کې دننه ماتې ورکړو".
ددغه ټیم مشر روزونکي الیاس منوچهر ویلي چې دوی په بشپړ چمتوالي سره د ۲۰۲۵کال د اسیا د ملتونو جام ته تللي دي. هغه د ټولو افغانانو او رسنیو غږ کړی چې د افغانستان د ۱۷ کلنو څخه د کم عمر ځوانانو د فټبال ملي ټیم وهڅوي.
همداشان الیاس منوچهر د افغان سوداګرو او پانګوالو څخه هم غوښتي چې په راتلوونکو مسابقو کې د افغانستان د ۱۷ کلنو څخه د کم عمر ځوانانو د ښه پایلو ترلاسه کولو لپاره دې دغه ټیم سره مالي مرستې وکړي.
د ۲۰۲۵کال د اسیا د ملتونو جام مقدماتي سیالیو په لړ کې د جمعې د تیرې ورځې لوبه د افغانستان د ۱۷ کلنو څخه د کم عمر ځوانانو د ملي ټیم درېیمه مسابقه وه چې په پرله پسې ډول په کې بریالیتوب ترلاسه کړ.
ددې دمخه دغه ټیم په خپلو دوو نورو سیالیو کې د فلیپین او ماکایو د ۱۷ کلنو څخه کم عمر ملي ټیمونو ته ماتې ورکړې وه.
د افغانستان د ۱۷ کلنو څخه د کم عمر ځوانانو د ملي ټیم ددغه بري دمخه دغه ټیم تاجیکستان، اوربیکستان او قرغیزستان د ۱۷ کلنو څخه د کم عمر د ځوانانو ملي ټیمونو ته د مرکزي اسیا د ملتونو (کافا) په سیالیو کې هم ماتې ورکړې وې.
د اسیا د ملتونو جام مقدماتي سیالۍ د ۴۳ ټیمونو په ګډون په لسو ګروپونو کې په لسو مختلفو ښارونو کې پیل شوي دي.
د افغانستان د ۱۷ کلنو څخه د کم عمر ځوانانو د فوټبال ملي ټیم په بي ګروپ کې د فیلیپین، کمبودیا، بنګلهدېش او ماکایو سره په دغو سیالیو کې برخه لري.