د افغانستان د دپلوماتیکي او قنسولي استازولیو د همغږۍ شورا د بریتانیا څخه د افغانانو د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو د ۱۰۴ کلیزې په مناسبت په اعلامیه کې په دغه هیواد کې پر ناسم سیاسي وضعیت او بشري بحران ژوره اندیښنه ښودلې ده.
دغې شورا د شنبې په ورځ د اګست ۱۹ (زمري ۲۸) په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې نن ورځ د نړیوالې ټولنې سره د تروریزم او د تاوتریخوالي ډکې سخت دریځۍ او همدارنګه د پرمختګ او دیموکراسۍ په برخه کې د افغانستان د دوو لسیزو واقعي همکارۍ او مشارکت وروسته یو ځل بیا په تیرو دوو کلنو کې خلک د طالبانو د تاوتریخوالي ډک تسلط شاهدان دي، چې هیواد یې د یو ډیر سخت ناسم سیاسي وضعیت سره مخ کړی دی.
د افغانستان د دپلوماتیکي او قنسولي استازولیو د همغږۍ شورا کې په بهرنیو هیوادونو کې هغه دپلوماتیکي استازولۍ او قنسولي نمایندګۍ شاملې دي، چې په تیرو دوو کلنو کې د پخواني جمهوري نظام د ړنګیدو سره سره پرته له دې، چې د طالبانو حکومت سره په کابل کې اړیکې وساتي خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "په هیواد (افغانستان) کې امنیتي او انساني بحران د پراخیدو په حال کې دی او که چیرې دغه بحران ته پاملرنه ونشي ، نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د سیمې او له هغې وړاندې به ناسمې پایلې له ځان سره ولري".
دغه شورا په دې باور ده، چې د افغانستان خلک د تاریخ په اوږدو کې له ستونزو او ګواښونو بریالي راوتلي دي او پرته له شک څخه د اصلي خپلواکۍ ګټې او ازادي یوازې هغه وخت د عمل جامعه اغوستلی شي، چې په دیموکراتیک افغانستان کې واقعي سوله او ازادي تضمین شي.
په دغه اعلامیه کې ویل شوي: "نن ورځ د خلکو ترمنځ د ملي یووالي د پیاوړي کولو لپاره یو مهم فرصت دی او په روان بحران باندې د کابو موندلو لپاره، د یو ټولشموله، منتخب او ځواب ویونکی نظام رامنځ ته کول چې د خلکو د ارادې منعکس کوونکی اوسي د هغوی ملي غوښتنې ته لاس رسي لپاره د افغانستان د خلکو له هڅو څخه د نړیوال ملاتړ په برخه کې مهم ګڼل کیږي".
دغې شورا ویلي، چې په تیره یوه پیړې کې د افغانستان خپلواکي یو ستره لاس ته راوړنه ده، خو افغانان په دې موده کې نه دي توانیدلي، چې خپلواکۍ څخه په سوله، ثبات او نړیوال امنیت کې ګټه پورته کړي.
افغانستان ۱۰۴ کاله وړاندې د برتانیا څخه خپله خپلواکې بیرته ترلاسه کړې، خو دا هیواد د ۱۳۵۷ کال د ثور د کودتا را هیسې د داخلي جنګ جګړو اوسیاسي بحرانونو سره مخ دی.
په وروستیو شلو کلنو کې په افغانستان کې نوې ټوکیدلې دیموکراسۍ د څو جمهوري ریاست او پارلماني ټاکنو په ترسره کولو سره سره دغه هیواد سیاسي ثبات ترلاسه نه کړی شو او د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې پخوانی رژیم ړنګ شو او طالبانو یو ځل بیا په دغه هیواد کې واک ترلاسه کړ.
اوس مهال افغانستان نه اساسي قانون لري او نه هم کوم پارلمان چې د قانون د جوړولو مسوولیت ولري.
د طالبانو د عدلیې وزارت تیره اونۍ وویل، چې د اسلامي فقې، احادیثو او شریعت پر اساس د نوي اساسي قانون د ترتیبولو لپاره کار کوي. د طالبانو حکومت د ځینو پالیسو په ځانګړي ډول د ښځو سره ددغې ډلې د چلند له امله تراوسه هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان په رسمیت نه دی پیژندلی.
خو په کابل کې د روسیې، چین د سفارتونو او اروپايي ټولنې د استازولۍ د پرانیستلو په ګډون د ګاونډیو او د سیمې د یو شمیر هیوادونه سفارتونه پرانیستي دي او هم په یو شمیر ګاونډیواو د سیمې په هیوادونو کې د طالبانو دپلوماتان د افغانستان په سفارتونو او سیاسي استازولیو کې په دندو ګمارل شوي دي.