د لاس رسي وړ اتصالات

مجاهد: د طالبانو حکومت پیاوړی او باثباته دی


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دې ډلې حکومت پیاوړی او باثباته دی، ځکه له شرعي قوانینو څخه مشروعیت اخلي او ورسره جدي مخالفت شتون نلري.

مجاهد په افغانستان باندې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ د پوره کیدو په مناسبت له اسوشیټیډ پرس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې د نجونو پر زده کړو بندیز لا هم پر ځای دی. هغه زياته کړه، چې ديني عالمان د نجونو د زده کړې په اړه بېلابېل نظریات لري او د دغه طالب چارواکي په وينا، د ديني عالمانو تر منځ همغږي او پيوستون، ټولګيو ته د نجونو له ورتګ څخه ډېر مهم دى.

د طالبانو د حکومت په تېرو دوو کلونو کې، افغان نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له زده کړو او کار کولو له حقه څخه بې برخې شوي دي.

مجاهد په دغه مرکه کې وويل:"د اسلامي حکومت د جوړېدو لپاره زمانه معینه نه وي، هغه یعني د مسلمانانو امیر تر څو پوري چې خدمت کولای شي، داسې یو څه ونکړي چې د شریعت خلاف وي‌ او دې پرې عزل کیږي‌، تر هغه وخته پوري دې حکومت کولای شي او نظام چلولای شي‌. "

د طالبانو د حکومت ویاند په دغه مرکه کې دا هم ویلي، چې د طالبانو حکومت ته له دننه او بهر کوم ګواښ نشته. هغه ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت مسوولانه عمل کوي او له همدې امله د ده په وینا "د ددغه حکومت پر ضد پاڅون ته اړتیا نشته."

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له رامنځته کېدو وروسته د طالبانو مخالفو ډلو لکه د "افغانستان ملي مقاومت جبهې" او یو شمېر نورو ډلو، د دغه حکومت پر ضد وسله وال مقاومت پیل کړی، که څه هم دغه ډلې کوم مهمې سیمې لکه د ولایتونو مرکزونه یا ولسوالۍ په خپل واک کې نلري.

پر دې سربېره، په تېرو دوو کلونو کې د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د ډېرو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی او د طالبانو د حکومت د تر ټولو قوي وسله وال مخالف په توګه یې ځان راڅرګند کړی دی.

په تېرو دوو ورځو کې د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو، مرستندویه سازمانونو او ملګرو ملتونو د طالبانو کړنې په ځانګړې توګه د بشري حقونو او د ښځو د کار او زده کړو په برخه کې غندلې او پر دغې ډلې د نړیوالې ټولنې د فشار غوښتنه یې کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG