د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشران وايي چې د خیبر پښتونخوا ايالتي حکومت له دغه ایالت څخه افغانستان ته پر وړونکو سوداګریزو توکو دوه سلنه ماليه لګولې ده.
هغوی زياته کړې ده چې د نوې ماليې ارزښت د يوې لارۍ پر سر له پنځه لکه پاکستانيو روپيو څخه تر اووه لکه روپيو پورې رسېږي چې د دوی سوداګري ورسره زښته زياته اغېزمنه کېږي.
په پېښور کې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مشر شاهد حسېن د نومبر پر ۱۷ (لړم ۲۷) د امریکا غږ اشنا ته وویل چې د پاکستان دولت وخت په وخت ماليې زیاتوي چې له امله يې سوداګر دې ته اړ شوي چې د پاکستان پر ځای د سوداګريزو مالونو د لېږد رالېږد لپاره نورې لارې ولټوي.
نوموړي غوښتنه وکړه چې د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت دې دا ماليه بېرته ليرې کړې ځکه چې په دې سره پر اقتصاد او سوداګرۍ منفي اغېز کېږي
شاهد حسېن وویل: "موږ د خیبر پښتونخوا له حکومت څخه احتجاج هم کړی او یوه عريضه مو هم ورته لیکلې ده چې دوه سلنه مالیه، چې د سړکونو د بیا رغونې په نوم اخیستل کېږي، بايد ليرې کړل شي. دې ماليې د افغانستان سوداګر هم خپه کړي او د ټرانزيټ تجارت سوداګر او د مال وړونکو لاریو مالکان يې هم خپه کړي او اغېزمن کړي دي."
سوداګر وايي چې د خیبر پښتونخوا حکومت دغې مالیې ته "د بېخبنا د پرمختیا ټېکس" نوم ورکړی دی چې اعلان یې درې میاشتې مخکې کړی وو چې تازه یې عملي کړی دی.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خان جان الکوزي د نومبر پر ۱۷ (لړم ۲۷) د امریکا غږ اشنا ته وویل چې له څه مودې راهيسې د پاکستان چلند ډېر بدلون کړی چې په نتيجه کې يې د دواړو غاړو سوداګرۍ ته زیان رسېدلی دی.
نوموړي زياته کړه: "له تېرو دریو کلونو راهیسې د پاکستان چارې او لارې بدلې شوې دي او د دغه هېواد د کړنلارې زياته برخه سياسي ده او هيڅ تجارتي او بین المللي اساس نه لري. که څه هم موږ له پاکستان سره د ټزانزټ قرارداد لرو، خو بیا هم هغوی وخت په وخت حالات پېچلي کړي او په دې دريو کلونو کې زموږ تجارت ترټولو ټیټې درجې ته رسېدلی دی."
د الکوزي په خبره، د پاکستان تګلارو ټرانزيټ تجارت له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړی دی او په کراچۍ بندر کې يې افغانستان ته پر تلونکو مالونو درې ډوله تعذيرات وضع کړي دي: "یو دا چې ځينې شیان يې په ممنوع ليسټ کې اچولي دي. بل يې د بانک ضمانت دی او درېيم دا چې په سيند ايالت کې پر مالونو ۱۰ سلنه تعارفه اخلي، نو دې چارو زموږ سوداګري ډېره اغېزمنه کړې ده.
نوموړي زياته کړه چې د دې لوی لامل په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندنه ده. "پاکستان خپله خوښه کوي چې له افغانانو سره هر ډول چلند وکړي. نو پر دې اساس زموږ تجارت له پاکستان سره ورځ په ورځ خرابېږي، نو حتماً افغانان به دې ته مجبوره شي چې مالونو راوړلو ته نورې لارې ولټوي."
په کراچۍ کې يو اقتصاد پوه وکيل الرحمان رسنيو ته ويلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ لپاره بايد د هېوادونو پر کچ د ماليې سیستم جوړ شي ځکه چې د ايالتونو پر کچ جلا جلا ماليې د سوداګرو لپاره لویې ستونزې پيدا کړې دي. نوموړي زياته کړې ده د اضافي فیسونو له امله د افغانستان دننه د خوراکي توکو بیې هم لوړېږي.
په دې اړه د خيبر پښتونخوا د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف يو مخکښ او د پاکستان په پارلمان کې د خيبر ولسوالۍ منتخب غړي اقبال اپرېدي د نومبر پر ۱۷ (لړم ۲۷) امریکا غږ ته وویل چې په دا وروستیو کې د دوی ګوند له قبایلي مشرانو سره په پېښور کې یوه لویه جرګه کړې وه چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د ودې لپاره مشورې پکې شوې وې.
نوموړي زياته کړه: "موږ غواړو چې د تورخم له لارې له افغانستان سره سوداګري زیاته شي. د دې به سيمې ته هم ګټه ورسېږي. دا اوس چې سوداګر د دوه سلنې نوې ماليې خبره کوي، نو په دې اړه به زه په خیبر پښتونخوا کې زموږ له حکومتي چارواکو سره خبرې وکړم."
دا په داسې حال کې ده چې څه باندې يوه اونۍ وړاندې د هند يو لوړ پوړي پلاوي کابل ته د سفر مهال په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته د ایران د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ وړاندیز وکړ او د طالب چارواکو ته يې وویل چې افغان سوداګر د ايران د چابهار بندر له کارولو ګټه پورته کولای شي.
تر دې وړاندې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي وو چې له پاکستانه ۸۰ سلنه تجارت ایران ته اوښتی دی او اوس زياتره افغان سوداګر د ايران له لارې تجارت کوي.
دا له هغې وروسته ده چې په دا تېرو کلونو کې د پاکستان حکومت له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د مالیو زیاتولو په ګډون یو لړ بدلونونه کړي دي چې سوداګر او ټرانسپورټران یې اغېزمن کړي دي.
د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اسلام اباد له لوري د ماليو زیاتېدو له امله تر څه مودې پورې پاکستان ته د تازه مېوو او سبزیو صادرات درولي وو.
تر هغه وړاندې، د خیبر پښتونخوا د سبزیو او مېوو سوداګرو هم ویلي وو چې د پاکستان حکومت ورباندې ماليې دومره زیاتې کړې دي چې دوی یې د ورکولو توان نه لري.