سویډن کې د افغانستان سفیر: کوربه هېواد له ما وغوښتل خپل کار ختم کړم

عباس نویان په سویډن کې د افغانستان سفیر

په سویډن کې د افغانستان سفیر عباس نویان ادعا کوي، چې کوربه هېواد ترې غوښتي چې د سفیر په توګه خپل ماموریت پای ته ورسوي.

نویان امریکا غږ ته وویل چې د سویډن حکومت د هغه د کار د جواز موده هم نه غځولې. دغه افغان دپلومات په سویډن کې د افغانانو په یوې غونډې کې وویل چې د کال تر پای پورې به یې دنده پای ته ورسېږي.

تر دې دمه د سویډن د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.

نویان وویل: «د سویډن د بهرنیو چارو وزارت لازمه وګڼله او موږ ته یې وویل چې باید کار پای ته ورسوو او د سفارت ټولې شتمنۍ او چارې کونسلګرۍ ته وسپارو او د ډسمبر تر ۳۱ پورې ستاسو کار غځوو.»

د طالبانو حکومت د جولاۍ په میاشت کې د سویډن د بهرنیو چارو وزارت ته په یو استول شوي مکتوب کې د عباس نویان په ګډون د افغانستان د سفارت د ټولو کارکوونکو د لېرې کېدو خبر ورکړی و.

نویان د دغه مکتوب په اړه وویل: «دا مکتوب د دوحې له لوري د لویدیځ ټولو هېوادونو ته استول شوی و او ویلي وو چې په دغو هېوادونو کې د ټولو دپلوماتانو دندې ختمې شوې. شاید دا مکتوب د سویډن د بهرنیو چارو وزارت په پرېکړې اغیز ولري.»

تر دې مخکې ویل شوي وو، په لویدیځو هېوادونو کې هغه افغان سفیران، چې غواړي د طالبانو له حکومت سره کار وکړي، شاید خپلې دندې روانې وساتي. دا مهال په یو شمېر هېوادونو کې د جمهوریت د وخت سفیران دندې مخې ته وړي.

په سویډن کې یو شمېر مېشت افغانان اندېښنه لري چې د افغانستان سفارت به وتړل شي او دلته به مېشت افغانان د کونسلۍ په چارو کې له یو لړ ستونزو سره مخامخ شي.

تر دې دمه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي. خو د طالبانو حکومت مخکې په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د سفارت کارونه بې اعتباره ګڼلي وو او ویلي وو چې د دغو سفارتونو کارکوونکي د طالبانو له حکومت سره همکاري نه لري.

تر دې مخکې په جرمني کې هم د افغانستان سفیر یما یاري اعلان کړی و، چې د افغان کډوالو د ستونزو د مخنیوي او کوربه هېواد د غوښتنې له کبله په جرمني کې د سفیر په توګه خپله دندې پرېږدي. په لندن کې هم د افغانستان سفارت وتړل شو.