د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي د ۲۰۲۴ په نړیوال جام کې د ګډون لپاره ویسټ انډیز ته ورسېدل.
لوبغاړي د یکشنبې په ورځ مۍ ۱۹ (غوايي۳۰) د سېنټ کېټس او نیوز ټاپو کې ښکته شول.
د افغانستان کرکټ بورډ په اعلامیې کې ویلي دي چې لوبغاړي به د نړیوال جام تر رسمي لوبو مخکې لس ورځې تمرینونه وکړي.
د افغانستان ځینې نور لوبغاړي چې د آی پي ال په سیالیو کې بوخت وو، هغوی به هم له لوبډلې سره یو ځای کېږي.
د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام سیالۍ په متحدو ایالتونو او ویسټ انډیز کې کېږي. د کرکټ نړیواله شورا وایي په لومړي ځل په داسې یو لوی ټورنمنټ کې ۲۰ لوبډلې برخه اخلي.
دا لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوي او د هر ګروپ د سر دوې لوبډلې به د اتو غوره لوبډلو مرحلې ته لار کوي او بیا د اتو له ډلې څلور یې سیمې فاینل ته وځي.
له افغانستان سره په ګروپ کې ویسټ انډیز، نیوزلنډ، یوګاندا او نامیببیا دي. د افغانستان اوله لوبه په ګیانا له یوګاندا سره ده. افغانستان تر رسمی لوبو مخکې له سکاتلنډ او نامیبیا سره تمریني لوبې هم لري.
د نهم ځل دی چې د شل اوریز نړیوال جام دا ډول سیالۍ کېږي. انګلنډ او ویسټ انډیز دوه-دوه ځلې، استرالیا، هند، پاکستان او سري لانکا یو-یو ځل دا نړیوال جامونه ګټلي دي.
د دغه نړیوال جام اوله لوبه د جون په لومړۍ نېټه د متحدو ایالتونو د تکزاس په ایالت کې د کاناډا او امریکا ترمنځ ده او وروستۍ لوبه یې د جون په ۲۹ نېټه په ویسټ انډیز کې کېږي.