طالبانو کابل کې د ښځو د یوې اعتراضي غونډې مخه نیولې

د طالبانو حکومت پر ښخو او نجونو د لګول شوو محدودیتونو په دوام د ښځو د یوې ډلې، چې د زده کړو خپل تحصیلي اسناد یې کابل کې نندارې ته ایښي و د هغوی د اعتراض مخه نیولې ده.

د اعتراض کوونکو ښخو دغه ډله چې خپل غورځنګ ته یې د " افغانستان د مقتدرو ښځو غورځنګ" نوم ورکړی د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۳۱ ( لړم نهم) ددغه غورځنګ له شلو تنو څخه زیاتو ښځو د کابل ښار د 'شهرنو' په پارک کې په یوه غونډه کې د طالبانو د حکومت له خوا پر افغان ښځو د لګیدلو بندیزونو په دوام انتقاد وکړ.

د مونسې مبارز په نوم ددغې غورځنګ یوې غړې امریکا غږ ته وویل: "ددې پروګرام پیغام دادی، چې مونږ د تحصیل د تجربې، پوهې او طرفیت په لرلو سره په افغانستان کې سیاسي او ټولنیز مشارکت کې د ګډون غوښتنه کوو. مونږ په پوهې، تجربه او تخصص سره د افغانستان په سیاسي او ټولنیز جوړښت کې ونډه ولرو".

د ښځو دغو اعراض کوونکو له افغانانو غوښتي، چې د ښځو حقونو ترلاسه کولو او افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو سرغړونو ته د پای ته رسیدلو لپاره په کار دي د اعتراض کوونکو ښځو څخه ملاتړ وکړي او خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

د طالبانو حکومت په تیر څه باندې یو کال کې پر ښځو باندې یو لړ زیات بندیزونه لګولي دي. په دې بندیزونو کې له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګیو کې د نجونو په زده کړو بندیز، دشرعي محرم پرته د سفر د حق بندیز او د څو محدودو ادارو پرته په دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیزونه شامل دي، چې پر ښځو د بندیزونو لګول د نړیوالې ټولنې د سخت غیرګوون سره مخ شوي دي.

میرمن مبارز په دې اړه وویل: "غواړو لومړی خپل پیغام د افغانستان خلکو او دوهم نړۍ ته ورسوو، چې د لیکې په یو اړخ کې یوه ډله ولاړه ده، چې د وسلې، وژلو، انفجار او انتحار سره اشنا ده او د لیکې په بل سر کې د علم د مشعل لرونکي، پوهې، ظرفیت او تخصص لرونکي ولاړ دي، چې نړیوالو ارزښتونو او د بشري حقونو ارزښتونو سره اشنا دي".

د ظریفه یعقوبي په نوم یوې بلې اعتراض کوونکي وویل، چې طالبانو امنیتي ساتوونکو د دوی د اعتراض مخه ونیوله او د دوی ځینې تحصیلي سندونه یې څیري کړل.

میرمن یعقوبي وویل: "طالبانو مونږ ته اجازه رانکړه، چې تر پایه خپل پروګرام مخ ته یوسو، حتی د حوزې امر یې راغی او مونږ یې وګواښلو او غوښتل یې چې په هوايي ډزو مونږ خواره واره کړي".

میرمن یعقوبي نړیوالې ټولنې باندې د انتقاد په ترڅ کې وویل، چې ددې سره چې د طالبانو د حکومت له خوا پر ښځو د محدودیتونو پر وړاندې د افغان میرمنو او نجونو له اعتراضونو څخه څو میاشتې تیریږي خو تراوسه نړیوالې ټولنې په دې اړه خپل غږ نه دی پورته کړی.

دغو اعتراض کوونکو د شپږم ټولګي څخه د نجونو د پورته ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه ویې ویل، چې تر هغې چې د ښځو حقونه په افغانستان کې خوندي نشي دوی به خپل اعتراضونو ته دوام ورکړي.

ښځو دا اعتراض په داسې حال کې کړی، چې پرون د یکشنبې په ورځ هم د بدخشان پوهنتون یو شمیر ښځینه محصلینو ددغه پوهتنون مخ ته وروسته له هغه لاریون وکړ چې د طالبانو امنیتي ساتوونکو پوهنتون ته د هغو محصلینو د ننوتلو مخه ونیوله چې بورقې یې نه وې په سر کړې.

یوې محصلې چې د نوم د ښودلو یې ډډه وکړه امریکا غږ ته د یکشنبې په ورځ وویل، چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف ونهی المنکر د ښځینه محصلینو غوښتي و، چې پوهنتون ته د ورتګ پر مهال باید برقعه پر سر ولري.