پاکستان لوېدیزو هېوادونو ته د تلونکو افغان کډوالو د اوسېدو موده وغزوله

افغان کډوال چې په پاکستان کې د اسنادو د ترلاسه کولو ته انتظار باسي

د پاکستان سرپرست حکومت د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۳) د هغه افغان کډوالو لپاره په دغه هېواد کې د اوسېدو موده وغزوله چې مناسب اسناد نه لري خو لوېدیزو هېوادونو ته د بیا-میشتیدو تر پلان لاندې تللو په تمه دي.

په اسلام اباد کې د سرپرست حکومت د اطلاعاتو وزیر مرتضی سولنګي د ډسمبر پر ۱۳مه نېټه یوې خبري ناستې ته ویلي چې، ”د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر له ۳۱ تر ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۲۹ نیټې پورې یې د اوسیدو د مودې د غزولو پرېکړه په دې موخه کړې چې افغان وګړي خپل قانوني اسناد ترلاسه کړي او ورسره ورسره یو درېم هېواد ته یې ژر تر ژره د تلو بندوبست حتمي وشي. “

د نوي قانون او مقرراتو له مخې هغه بې اسناده افغان وګړي چې درېم هېواد ته د تلو په تمه دي، د قانوني اسنادو د ترلاسه کولو فیس یې اوس د ۸۰۰ ډالرو پرځای ۴۰۰ ډالر ټاکل شوی دی. خو که تر ټاکلې مودې پورې دوی خپل اسناد ترلاسه نشي کړای نو میاشتنۍ جریمه به یې ۱۰۰ ډالر او او لوړه جریمه به یې ۸۰۰ ډالره وي.

سرپرست وزیر په خبري غونډه کې دا هم وویل چې تراوسه یې څه نا څه ۴۵۰ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

خو بل پلو په پاکستان کې میشت د افغانستان د جمهوریت د دورې څارنوالان شکایت کوي چې لا یې هم برخه لیک نه دی څرګند او دا مهال نه یوازې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، بلکې ډېر یې د قانوني اسنادو د نه لرلو او له پولیسو څخه د ویرې له کبله تر سخت کړاو لاندې ژوند تېروي.

په اسلام اباد کې د افغانستان یو مخکینی څارنوال محمد امان شیخ اسلامي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو کمېټې رئیس هم دی، وايي، ”که څه هم د پخوا پرتله یې اوس پولیس دومره نه کړوي خو هغه کډوال چې اسناد نه لري نو د پیسو په بدل کې پرېښودل کېږي. “

نوموړی وايي، چې دا مهال په پاکستان کې نږدې درې سوه څارنوالان میشت دي، چې ډېرو ته د لوېدیزو هېوادونو یو شمیر سفارتونه یوازې یوه خبره کوي، چې انتظار وکړئ: ”پروسږ کال زموږ نږدې ۴۰ څارنوالانې هسپانیه هېواد ته ولېږدول شوې، نو هغه وخت موږ ته د هسپانیې سفارت ډاډ راکړ چې تاسې څارنوالان په تکلیف یاست، ستاسې حق غم هم خوړل کیږي، انتظار وکړئ، ویزې درلېږو. خو تراوسه یوازې وعدې دي او هم دا راته وايي، چې انتظار وکړئ. ”

محمد امان شیخ اسلامي زیاتوي، د افغانستان مخکیني څارنوالان په کوټه، پېښور او کراچۍ کې اوسېږي خو د ده په وینا چې سخت اقتصادي مشکلات هم لري.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ د کابل تر سقوط مخکې د افغانستان په لویه څارنوالۍ کې شاوخوا ۶۰۰۰ کارکوونکو کار کاوه چې هغه مهال یې د وسله والو طالبانو د غړو په ګډون مجرمین محاکمه کول.
څارنوالان ویره لري، چې د خپلو مخکینیو دندو له کبله یې طالبان شکنجه کولای شي خو په افغانستان کې طالب چارواکو بیا بیا ویلي چې دوی عامه بښنه اعلان کړې او هېچا ته هېڅوک زیان نه شي رسولای.