د برتانيا په مرکز لندن کې د پښتنو د ازادۍ د يو مخکښ عبدالصمد خان اڅکزي د ژوندلیک انګلیسي ژباړی د کتاب مخکتنه وشوه چې پکې د کتاب ترڅنگ د هغه پر مبارزه رڼا واچول شوه.
دغه غونډه د چارشنبې په ماښام مارچ ۱۳ (کب ۲۳) د لندن سکول آف اکانومیکس کی وشوه چی پکی د یاد پوهنتون او د لندن کینگز کالج استادانو او شاګردانو ګډون کړی وو.
عبدالصمد خان اڅکزی چې د خان شهید په نامه هم پېژندل کېږي، د شلمې پېړۍ په لومړيو کي يې د انګليسي ښکېلاک پرضد د بلوچستان له پښتون میشتې سيمي عبدالله کلا څخه سياسي مبارزه پیل کړې وه او وروسته د پښتنو له يو بل وتلي سياسي مخکښ او د خدايي خدمتګار تحريک له باني عبدالغفار خان سره ملگری شو.
پر دې مهال ایاز خان اڅکزي چې د عبدالصمد خان اڅکزي لمسی هم دی، په خپلو څرګندونو کی وویل چي د خپل نیکه ژوند لیک یې ځکه انګلیسي ژبې ته اړولی چې د هغه په سياسي مبارزه نوره نړۍ خبره کړي.
نوموړي وويل، چې له دې وروسته امریکا او کاناډا ته هم ځي چې د عبدالصمد خان اڅکزي د ژوندليک د کتاب مخکتنې كوي.
له امريکا غږ سره په خبرو کې ایاز خان وویل چی عبدالصمد خان اڅکزی د هند د نيمې وچې د ازادۍ يو ډېر لوی نوم دی خو له بده مرغه، د هغه په باب نه هم په سیمه او نه هم په نوره نړۍ کي ولسونه، پوهان او ليکوالان خبر دي.
دی زياتوي چې “د عبدالصمد خان اڅکزي په باب تر ډېره ليکني په پښتو يا اردو ژبو شوي دي. نو ځکه یې د هغه ژوندلیک انگرېزۍ ژبې ته واړولو چې د هغه په باب، د هغه د سياسي نظريي او فکر په باب او د هغه د مبارزې په باب معلومات نورۍ نړۍ ته ورسېږي.”
نور الله اتل چي د عبدالصمد خان اڅکزي ژوندليک زما ژوندون يې لوستلی دی له امريکا غږ سره په خبرو کې وويل چې، د ژبې په اړه د هغه فکر ډېر انقلابي وو، له شاعرانو او ليكولانو څخه ډېر بدل دی، هغه دا چې که پښتانه نور هېڅ کار هم و نه کړي، نه مبارزه وکړي، نه سياست وکړي، بلکي یوازې پښتو ليکلو او ویلو ته خپل ځان وقف کړي، نو په پښتو ژبه کي دومره زور دی، چې په دې زور دوی ازادي هم ترلاسه کولای شي.
ښاغلي اتل زياتوي چي دا د کاڼي کرښه ده او داسي فکر کله چا نه وو وړاندې کړی، بله خبره، هغه د پښتو ژبې د سوچه والي په اړه کړې ده.
يو بل انقلابي نظر عبدالصمد خان اڅکزي دا وړاندې کړی وو چي پښتو باید په رومن الفبا كي وليکل شي، اوس ډېر ژبپوهان په دې اند دي چي پښتو باید په رومن ليکبڼه وليکل شي، ځکه چې دا د ساينس، کمپويتر او د رياضي ژبه ده نو عبدالصمد خان اڅکزي د کمپیوتر تر راتګ له مخه دا وړاندوينه کړې وه.
بله خبره هغه دا کړې وه که عربي متن لیکئ نو له هغې څخه عربي غږونه لکه ف، ث، ص، ض، ط، ظ، ع، ق ،باسی ځکه چی په پښتو کې دغه غږونه نشته، نه يې اړتيا شته او د نړۍ هېڅ ژبه هم دغه غږونه نه ليکي.
نور الله اتل وايي چې د عبد الصمد خان اڅکزي په خپل ژوندليک کې د پښتو ليکدود په اړه ليکني کړې، هغه لیکي چې د پښتو ژبې ځينې غږونه په عربي الفبا كي نشي ليکل کېدلای، لکه د واولز (خوخنده حروف) او په تېره لنډ واولونه، د دې لپاره هغه په پښتو کې خپلې علامي او سمبلونه جوړ کړي ول، لکه لور (د وښو رېبلو آله) او لور (ښخینه اولاد) په پښتو کې یو ډول لیکل کېږي خو عبدالصمد خان اڅکزي د دې ناڅرګنتوب ختمولو لپاره (و) په څو بڼو لیکلی دی. بل هغه د ژبی پر سوچه والي ډېر ټینګار کاوه چې د انګرېزي او اردو له اغېزو دې پاکه شي.
عبد الصمد خان اڅکزي دا نظر وو، د انګرېزۍ ژبې د يو لفظ پرځای پکار ده چې د فارسی لفظ پور کړل شي، ځکه چی هغه زموږ خپله سیمه ییزه ژبه ده. نور الله اتل زياتوي چې عبدالصمد خان اڅکزی ګڼې ژبې زده وې، کثیر السان وو چې په انگلیسی کی ورته پولیګلاټ ویل کېږي. هغه انګليسي په زندان کې زده کړې وه، او بل هغه د ژباړې پر ارزښت ډېر ټینګار کاوه او خپله يې هم ډېرې ژباړې کړې وې.