کرملین د واګنر د رئیس د وژلو د امر کولو ادعا 'مطلق درواغ' وبلله

د واګنر ډلې مشر یوګیني پریګوژین

کرملین د جمعې په ورځ اګست ۲۵ (وږي ۳) هغه اوازې رد کړې چې ګواکې د واګنر د مشر یوګیني پریګوژین د وژلو امر یې کړی و. پریګوژین د خپل هېواد د پوځي مشرانو پر وړاندې له بغاوت څخه دوه میاشتې وروسته د راپورونو له مخې د الوتکې په غورځېدو کې ووژل شو.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف خبریالانو ته وویل: "د الوتکې د نسکوریدو او د یوګیني پریګوژین په ګډون د مسافرینو د غمجنې مړینې په اړه ډیر اټکلونه شته."

پیسکوف زیاته کړه: "البته چې په غرب کې دا قیاس له یوې ځانګړې زاویې څخه وړاندې کیږي. دا ټول مطلق درواغ دي."

د چهارشنبې په ورځ د واګنر ډلې د مشر الوتکه پوره دوه میاشتې وروسته له هغه وغورځیدله چې پریګوژین د مسکو د لوړ پوړو مقاماتو په وړاندې یو وژونکي بغاوت رهبري کړ، هغه پاڅون چې ځنې کارپوهان یې د ولسمشر ولادیمیر پوتین واکمنۍ ته ترټولو لوی ګواښ ګڼي، څوک چې له دوو لسیزو څخه زیات وخت پء روسیې واکمني کوي.

ولسمشر پوتین د پنجشنبې په ورځ له نږدې ۲۴ ساعتونو چوپتیا وروسته د دغې پېښې د ټولو قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

پیسکوف د پریګوژین په اړه چې یو وخت د کرملین د باور وړ سوداګر او د لویدیځ تر بندیزونو لاندې و، د یو داسې شخص په توګه عنوان کړ چې "په خپل ژوند کې یې جدي تېروتنې کړې، خو سمې پایلې یې ترلاسه کړې."

د روسيې د هوايي چلند ادارې د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۳ خبر ورکړ، چې پرګوژين په هغه الوتکه کې سپور و، چې د روسيې په شمال لوېديځ کې ولوېدله او په کې سپاره ټول ۱۰ تنه ووژل شول. خو تر اوسه پورې، د پرګوژین مړی په رسمي توګه نه دی پیژندل شوی.

د پیسکوف په وینا، کله چې پایلې ترلاسه شي دا به ژر تر ژره اعلان شي.

پیسکوف د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د پریګوژین په جنازه کې ګډون وکړي که نه، وویل چې لومړی باید اوږدې پلټنې بشپړې شي.

خو د کرملین ویاند ویلي چې "د ولسمشر کاري مهالویش د اوس لپاره ډېر بوخت دی."

پریګوژین د جون په ۲۳ د یو لړ ویډیوګانو او غږیزو پیغامونه په خپرولو سره د روسیې دفاع وزیر تورن کړ چې د دې ډلې په نظامي اډه یې د راکټي برید امر کړی و، او زیاته یې کړه چې د هغه ځواکونه به اوس شویګو ته په وسله وال پاڅون کې سزا ورکړي. هغه خپلو جنګیالیو ته امر وکړ چې د مسکو په لور حرکت وکړي او د روسیې له پوځ څخه یې وغوښتل چې مقاومت ونه کړي.

د الوتکې پدې پیښه کې د وژل شویو کسانو په منځ کې دیمتري اوتکین هم و، چې د پردې تر شا یې د واګنر ډلې عملیات اداره کول او ظاهرا یې د روسیې د پوځي استخباراتو لپاره کار کاوه.

پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل چې د واګنر غړي چې په حادثه کې مړه شوي دي په اوکراین باندې د مسکو په برید کې "د پام وړ ونډه" درلودله.

هغه زیاته کړه: "موږ دا په یاد لرو، پوهیږو او هیر به یې نه کړو."