د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو سره هممهاله ددغه هېواد په لسو ایالتونو کې ترسره شوې ټولپوښتنه کې، اوه ایالتونو د سقط جنین د بندیز د لرې کولو غوښتنې ته مثبت ځواب ویلی دی.
د امریکا سترې محکمې دوه کاله وړاندې د هغې پرېکړې په لغوه کولو سره چې د نیمې پیړۍ راهیسې د سقط جنین د حق په اړه نافذه وه، په ډیرو هغو ایالتونو کې چې د جمهوري غوښتونکو تر کنټرول لاندې دي، د سقط جنین د بندیز د لرې کولو لپاره لاره هواره کړه.
میزوري، اریزونا، کلوراډو، مېرېلېنډ، مونټانا، نېوادا او نیویارک هغه اووه ایالتونه دي چې اوسیدونکو یې د سقط جنین د بندیز لرې کولو ته مثبته رایه ورکړه، خو د فلوریډا، نبراسکا او جنوبي ډکوټا رایه ورکوونکو بیا د دې بندیز د دوام غوښتنه کړې ده.
په دې درېیو ایالتونو کې، چې د سقط جنین د بندیز پلویان دي، د میندوارۍ له شپږمې اونۍ وروسته به سقط جنین منع وي.
که څه هم، په هغو ایالتونو کې چې د سقط جنین د بندیز د لرې کولو غوښتنه یې کړې، دغه بندیز په خپله نه لرې کېږي. وکیلان باید له محکمې وغواړي چې قوانین د نوي تعدیل سره سم کړي.
په داسې حال کې چې د امریکا په ۱۳ ایالتونو کې د امیندوارۍ په ټولو مرحلو کې د سقط جنین بندیز عملي دی، وروستې احصایې د سقط جنین په پېښو کې نسبي زیاتوالی ښیي.
د سقط جنین د حق پلویان وايي چې دغه بندیز د ټیټ عاید لرونکو ښځو او لږکیو لپاره د اړوند روغتیايي خدماتو په لاسرسي کې محدودیت رامنځته کړی.
دا پداسې حال دی، چې د امریکا منتخب ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، په دې اړه څرګند دریځ نه دی نیولی او پرېکړه یې ایالتونو ته پرېښې ده، خو ولسمشر د اجرایي فرمانونو له لارې د سقط جنین په سیاست اغېز کولای شي.