د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: په ملي کچه د سقط جنین د ممانعت مخالف یم، ایالتونه دې خپله پرېکړه وکړي


دونالډ ټرمپ د متحدو ایالتونو مخکنی ولسمشر
دونالډ ټرمپ د متحدو ایالتونو مخکنی ولسمشر

په متحدو ایالتونو کې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو کاندید دونالډ ټرمپ وايي چې په ملي او سرتاسري کچه د حمل د ضایعه کولو (سقط جنین) د مخنیوي مخالف دی او ایالتونه باید په دې اړه تصمیم پخپله ونیسي.

هغه نن دوشنبه اپریل اتمه (حمل۲۰) په خپلې ټولنیزې شبکې (ټروت سوشل) کې لیکلي دي: «زما نظر دا دی چې ټول د سقط جنین مسئلې ته د قانون له نظره ګوري، ایالتونه دې د رایه ورکولو او یا د قانون د تنفیذ له لارې او یا هم ښايي په دواړو حالتونو کې په دې اړه پرېکړه وکړي.»

د ټرمپ دا څرګندونې په دې اړه د هغه د نظر په اړه ټولو وړاندوینو ته د پای ټکی کېښوده. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د فبرورۍ په میاشت کې راپور ورکړ چې ټرمپ خپلو مشاورانو ته ویلي دي چې د ۱۶ اوونیو لپاره په ټول هېواد کې د سقط جنین ممانعت غواړي.

د متحدو ایالتونو سترې محکمې، چې ټرمپ یې په خپلې واکمنۍ کې درې غړي وټاکل، په ۲۰۲۲ کال کې وویل چې ایالتونه کولای شي د سقط جنین په اړه خپل قوانین تدوین او تصویب کړي.

له دغه اعلان وروسته د امریکا ځینو ایالتونو سقط جنین په بشپړ دول منع کړ او ځینو یې دا حق ښځو ته ورکړ.

جوبایډن، چې په ۲۰۲۴ کال کې به په ټاکنو کې د ټرمپ سر سخت رقیب وي، عمومي نظر پوښتنو ته په کتو ویلي چې اکثریت امریکایان د فدرال (سرتاسري) سقط جنین له ممانعت سره مخالف دي. د دموکرات ګوند اکثریت غړي په همدې نظر دي.

د کنساس په څېر په ځینو محافظه کاره ایالتونو کې د یو شمېر کاندیدانو ناکامېدل د سقط جنین له مسئلې سره تړلي‌ وو.

ټرمپ په یو بل ویدیويي پیغام کې د سقط جنین په اړه په خپلې خبرې ټېنګار کړی او ویلي‌ دي چې په دې مسئلې کې «د جنسي تیريو، زنا او د مور ژوند ته د خطر په قضیو کې د استثناو» حمایت کوي.

په متحدو ایالتونو کې سقط جنین د منځنۍ دورې او عمومي ټاکنو کې یوه مهم او جنجالي مسئله وه او دواوړه عمده ګوندونه- جمهوریت غوښتونکي او دموکراتان- په دې اړه متفاوت دریځونه لري.

جمهوریت غوښتونکي د سقط جنین د حق مخالف دي او بندېدل یې غواړي، خو دموکراتان استدلال کوي چې ښځې باید د خپل بدن حق ولري او په خاص ډول د سقط جنین حق ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG