د پاکستان بلوچستان ايالت کې پوليو ضد واکسين اووه ورځنی کمپاين پيل شوی

د بلوچستان په قلعه سیف الله کې د ګوزڼ واکسین پوهاوی

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د پوليو د مخنيوي پروګرام مشرانو ويلي دي چې هلته د ماشومانو د ګوزڼ واکسين ضد اووه ورځنی کمپاين د ډسمبر پر ۳۰ (مرغومی ۱۰) پيل شو.

د پولیو مخنیوي ادارې چارواکو په یو بیان کې ویلي دي چې دا کمپاين د دغه ايالت په ټولو ۳۶ ولسواليو کې ترسره کېږي او په ترڅ کې به يې له ۲۶ لکو څخه زیات هغو ماشومانو ته پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وي.

د پاکستان په نورو ايالتونو کې اووه ورځنی پوليو ضد کمپاين د ډسمبر له ۱۶ څخه تر ۲۲ پورې ترسره شوی و، خو په بلوچستان کې د روغتیا ادارې د کارکوونکو د احتجاج له امله ځنډول شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې د ډسمبر پر ۳۰ د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په ډېره اسماعيل خان ولسوالۍ کې د پوليو يا ګوزڼ يوه بله پېښه ثبت شوه چې دا ډول په هغه هيواد کې په روان ۲۰۲۴ کال کې تراوسه د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر ۶۸ ته رسېدلی دی.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په خیبر پښتونخوا کې ۲۰، په سيند کې ۱۹ او په پنجاب او اسلام‌اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

په پاکستان کې په دا وروستيو کې په سرعت سره د پوليو د مثبتو پېښو زياتوالي روغتيا پالان اندېښمن کړي دي، ځکه په هغه هېواد کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ يوازې شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.

بلخوا د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل راپور کې ويلي دي چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی چې زياتره يې په هلمند او کندهار کې ثبت شوي دي.

په افغانستان کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو.

دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.