امریکا: افغانستان بانک لا هم د خپلې کنګل شوې شتمنۍ بیرته ترلاسه کولو شرایط نه دي پوره کړي

دوو امریکايي چارواکو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د امریکا د متحده ایالاتو په مالي ملاتړ د افغانستان بانک د ارزونې پایلې ښيي، چې دغه بانک ته د سویس د امانتي صندوق څخه د درې نیم میلیارده ډالرو د کنګل شویو پیسو، د انتقال په برخه کې بانک د امریکایي چارواکو رضایت نه دی ترلاسه کړی.

د امریکا د مالیې وزارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د رویټرز خبرې اژانس ته ویلي، چې دغې ارزونې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک کې تر اړینو اصلاحاتو دمخه د سویس له امانتي صندوق څخه د افغانستان بانک د کنګل شوو پیسو د انتقال په اړه د امریکا د مالیې وزارت دریځ بدل نه کړای شو.

دغه امریکایي چارواکي ویلي، چې ددغو پیسو د انتقال لپاره اړتیا ده، چې افغانستان بانک باید وښيي چې د "سیاسي نفوذ او لاسوهنې" تر اغیز لاندې نه دی.

رویټرز ویلي، د دغه امریکايي چارواکي اشاره د امریکا او ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې د افغانستان بانک د دریو طالب مشرانو پر ځای د بانکي مسلکي ماهرینو ګمارنې ته ده.

امریکايي چارواکي ویلي، چې د یوې بلې درییمګړې ارزونې د اړتیا وړاندیز هم شوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو په تیر ۲۰۲۲ کال کې د نیویارک د یو بانک څخه د افغانستان بانک د ۷ ملیاردو ډالرو د شتمنۍ نیمايي په سویس کې یو بانک ته چې د افغانستان بانک شتمني په کې ساتل کیږي انتقال کړې وې.

د متحده ایالاتو د مالیې وزارت د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د افغانستان بانک دا شتمني کنګل کړې وه.

بلې خوا د افغانستان د پیسو پر سر د څار د صندوق ګډ رئیس افغان الاصله امریکايي شاه محمد محرابي رویټرز ته ویلي، چې دا ارزونه په مارچ کې بشپړه شوې او لا هم د امریکا له بهرنیو چارو وزارت سره ده او ده تراوسه نه ده کتلې.

شاه محمد محرابي د افغانستان بانک د مدیره پلاوي غړی هم دی.

ښاغلي محرابي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي،چې د افغان وجهي صندوق د شتمنیو کارول باید د نرخونو د ثبات او په بانکونو کې د کافي پيسو د موجودیت په اړه خدمتونو ته متمرکزې وي.

هغه ویلي،چې له افغانستان سره د بهرنیو مرستو د نشتوالي له امله ددغه هیواد ټول مالي سیسټم له خطر سره مخ شوی دی.

ښاغلي محرابي او هم د افغان صندوق بل رئیس انوارالحق احدي چې پخوا د افغانستان بانک مشر او د مالیې وزیر پاتې شوی ویلي، د افغانستان بانک د ارزونې په اړه به ددغې ارزونې د مطالعې وروسته خپل نظر څرګند کړي.

د افغانستان بانک په اړه دا ارزونه لا تراوسه پټه ساتل شوې ده.

یوه بل امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې د افغانستان بانک په اړه یې ارزونې نه دي بدلې شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو په بیا رسیدلو سره سم د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان بانک اوه میلیارده ډالره، چې په نیویارک کې په یو بانک کې ساتل کیدل او شاوخوا دوه ملیارده ډالر نور په اروپايي بانکونو کې کنګل کړل.

په امریکا کې د کنګل شویو پیسو نیمایي برخه د امریکا د ولسمشر جوبایډن په امر په سویس کې د امانت صندوق ته ولیږدول شوه.

پاتې ۳.۵ ملیارده ډالر، چې جمهور رئیس بایډن په لومړی سر د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ پېښې د قربانیانو کورنیو ته ځانګړي کړي و لا هم د امریکا د بندیزونو لاندې دي.

تیر۲۰۲۲ کال کې د نیویارک د یوې محکمې یو قاضي د سپټمبر ۱۱ د قربانیانو کورنیو ته په غرامت کې د افغانستان بانک د شتمنیو ورکول رد کړي وو.