په پاکستان کې یوې محکمې جمعه جنوري ۱۰ (مرغومي ۲۱) لدې هیواد څخه د ۱۵۰ افغان سندرغاړو او هنرمندانو د شړلو پریکړه د دو میاشتو لپاره وځنډوله.
د دې افغان هنرمندانو مدافع وکیل، ممتاز احمد د اسوشیتید پرس خبري اژانس ته وویل چې محکمې د پاکستان حکومت ته امر وکړ چې تر هغې نیټې دا افغان هنرمندان په زور ونه شړي تر څو یې د پنا اخیستو د غوښتنلیکونو پریکړه نه وې شوي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې چې طالبان د دویم ځل لپاره په افغانستان کې واک ته ورسیدل، میلونونه افغانانان یو ځل بیا پاکستان ته کډه شول چې هنرمندان، سندرغاړي، د مدنې ټولنې غړي او عادي افغانان پکې شامل دي.
پاکستن ته اکثریت نویو کډه شویو افغانو په نورو هیوادونو کې د پنا اخیستو غوښتنې کړي خو دا چې ګڼ شمیر نړیوال هیوادونه په افغانستان کې سفارت نلري، دا افغان کډوال هم اړ دي چې په پاکستان کې تر یې چې د اسنادو پریکړه نه وي، شوي هلته شپې او ورځې تیرې کړي.
د پاکستان حکومت تیر کال د نومبر په میاشت کې افغان کډوالو ته د وتلو مهلت ورکړی و چې سلګونه زره پخپلې خوښې هیواد ته ستانه شول.
د دې افغان هنرمندانو مدافع وکیل وویل چې د محکمې پریکړه د هغه د مؤکلانو لپاره د آرامې سا اخیستو سبب شوه ځکه چې برخلیک یې معلوم نه و.
دې مدافع وکیل ویلي چې د محکمې د حکم سره سم، دا د پاکستان د حکومت مسؤلیت دی چې تر دوو میاشتو وروسته د دې افغان کډوالو د برخلیک پریکړه وکړي او دا چې دا هنرمندان پدې دوو میاشتو کې کولی شي چې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارو سره ځانونه د کډوالو په توګه ثبت کاندي.
د حشمت علي په نامه یو افغان سندرغاړي د محکمې تر پریکړې وروسته وویل، "ډیر خوښ یم. له محکمې مننه کوم. هیله لرم چې نور به ونه ځورول شو او په زور به ونه ایستل شو".
سندغاړی هشمت علي وایي چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان د هنرمندانو او سندرغاړو لپاره خوندي ځای ندی.
دا مطلب هم ولولئ طالبان: تېر یو کال مو د موسیقۍ څه باندې ۲۱زره الات ویجاړ کړيد طالبانو د امر بالعروف او نهی عن المنکر وزارت تیره میاشت ویلي و چې "د پلازمینې کابل ښاري ریاست محتسبینو د یو شمېر چاپي او غږیزو رسنیو له مسؤلینو سره په اصلاحي لیدنو کې له هغوی وغوښتل چې د موسیقۍ له غږولو او داسې څه له خپرولو ډډه وکړي، چې له اسلامي احکامو او افغاني کتلور سره په ټکر کې وي."
د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت د طالبانو "فرهنګي ضد" سیاستونه او د افغانستان د خلکو له کلتوري او موسیقۍ حقونو څخه پراخه سرغړونې سختې وغندلې او وویل چې "هیڅ ځواک نشي کولی د نوښتګرۍ، هنر او کلتور رڼا خاموشه کړي."
په دې اعلامیه کې راغلي و: "موسیقي د یوې نړیوالې ژبې او د انسان د بیان د یوې پیاوړې وسیلې په توګه، د هر ملت د هویت او کلتوري حقونو نه بېلېدونکې برخه ده، طالبانو د موسیقۍ په بندولو او د افغانستان د بډایه کلتور په ځپلو سره نه یوازې د بشري حقونه بلکې د هیوادوالو ټولیز روح او هویت هم په نښه کړی."
تر دې مخکې طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې په تلویزونونو کې د ژوندیو ژویو د انځورونو پر خپرېدو بندیز لګولی و او ځینې رسنۍ یې چې ددې امر څخه یې سرغړونې کړې وې تړبیخ کړې وې.
طالبانو په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د بیا واکمن کیدو وروسته پر رسنیو ډېر محدودیتونه لګولي او د دغې ډلې د لومړۍ واکمنۍ په څېر وضعیت د بدلون په حال کې دی. طالبانو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د خپلې لومړۍ واکمنۍ پر مهال په ټلویزیوني خپرونو او فلمونو بشپړ بندیز لګولی و.