د ملګروملتونو د ښځو د ادارې، د کډوالو نړیوال سازمان "آی او ایم" او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د یوې ګډې سروې موندنې ښيي چې زده کړو او کار ته د افغان میرمنو او نجونو لاس رسی په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ټولو ستونزو او ګواښونو د حل لپاره یوه اساسي اړتیا ده.
دغه سروې چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۳ ولایتونو کې د ۴۶۲ ښځو سره په حضوري او تیلیفوني ډول د خبرو له لارې د روان ۲۰۲۳ کال اګسټ، سپتمبر او اکتوبر په میاشتو کې ترتیب شوې په کې د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو کې د نجونو او په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو د زده کړو په اړه افغان میرنو د ملګرو ملتونو سره خپلې تجربې، لومړیتوبونه او سپارښتنې شریکې کړي دي.
په دغه سروې کې ویل شوي چې د ښځو زده کړې او تحصیل هغوی د لوږې، کوچنیتوب کې د ودونو، ماشومانو کار، کورني تاوتریخوالي او په غیر قانوني ډول د کډوالۍ څخه ژغوري.
په سروې کې ویل شوي: "ښځو ټینګار کړی چې د زده کړو کچه او اقتصادي توانمدي د کورنیو پر پریکړو او ټولنې باندې اغیز کوي. زده کړې او شغل ښځو ته مشروعیت په ورکولو او پریکړو ته د لاس رسي په برخه کې د یو کونجې په توګه تعریف کړی دی".
په سروې کې ویل شوي چې اوسني محدودیتونه چې ښځې او نجونې په کې په نښه کیږي، دا ګواښ رامنځ ته کوي چې پخوانۍ کیسې چې ویل به یې ښځې پوهه او قدرت نلري پیاوړي کوي او همدارنګه د صلایتونو او د ښځو د رهبرۍ پرته د ښځو یو نسل رامنځ ته کوي.
په دې سروې کې ۴۸ فیصده ښځو چې ورسره مرکې شوې ویلي چې پر ښځو باندې د طالبانو محدودیتونه د وخت په تیریدو سخت شوي دي، په داسې حال کې چې ۳۲ فیصدو نورو ویلي چې داسې احساس کوي چې د محدودیتونو پلي کول سخت شوي دي.
په دې سروې کې ویل شوي: "دا په ازمایښتي ډول دا ښيي چې د بالفعله حکومت [طالبانو] د ځینو سیاستونو عادي کول او جنسیت د محدودولو معیارونه کیدای شي رامخې ته شي، په کوم ځای کې چې ښځو د محدودیتونو سره د مطابقت عمل پیل کړی دی".
ددغې سروې په بله برخه کې د ښځو د روحي روغتیا یادونه شوې او ویل شوي چې د ښځو روحي روغتیا ډیره کمزورې شوې ده چې له مخې ۷۶ فیصده ښځو خپله روحي روغتیا ډیره بده یا بده یاده کړې ده.
ملګرو ملتونو ویلي: "روحي روغتیا لکه خپګان او د ښځو او نجونو د ویدو کیدو ستونزې دوی د جسمي ستونزو سره لکه ستړیا، د اشتها له لاسه ورکول او سردرد سره مخ کوي".
همداشان ملګرو ملتونو ویلي چې په تیرو دریو میاشتو کې د پریکړو نیولو په برخه کې د ښځو ونډه په پرله پسې ډول کمه شوې ده چې یوازې په لسو میاشتو کې د ښځو ونډه چې "ښه" اغیز یا "بشپړ" اغیز یې په کورنیو کې راپور ورکړی و، د ۹۰ فیصدو څخه پنځه فیصدو ته راټیټ شوی دی.
همداشان ۵۳ فیصدو ځواب ویوونکو احساس کوه چې ښځې په خپلو ټولنو کې د اقلیم د بدلون د اغیزو په اړه پوهیږي. هغوی ویلي چې افغان میرمنې په دې برخه کې د ښه مشارکت څخه برخمنې دي.
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته اصلآ د نجونو د لومړنۍ دورې څخه پورته ښوونځیو کې د زده کړو اجازه نه ده ورکړې.
همداشان د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د میاشتې په وروستیو کې یې په پوهنتونونو او لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.
د طالبانو حکومت د پوهنې او روغتیا د سکټورونو پرته د ملګرو ملتونو په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار باندې هم بندیز لګولی دی.
طالبانو حکومت ددغو اقداماتو سربیره ښځې عمومي حمامونو، تفریحي پارکونو او ورزشي کلپونو ته د تللو څخه هم منع کړي او له کور بهر یې پر ښځو د حجاب اغوستل او په اوږدو سفرونو کې د محرم د لرلو شرطونه هم ایښي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا کړنې د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض بللی او د طالبانو څخه یې په فوري ډول ددغو محدودیتونو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې د نجونو په زده کړو لګیدلي محدودیتونه دایمي نه دي او دا حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نجونو او ښځو حقونو ته ژمن دی.