د طالبانو حکومت یو پلاوی د ایران د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته تللی

ټاکل شوې د طالبانو د حکومت دغه پلاوی به ایران ته په دې سفر کې د مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره هم ناستې ولري.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي چې د دوی د ریاست الورزا سیاسي چارو مرستیال عبدالکبیر د یو پلاوي په مشرۍ د ایران د نوي ټاکل شوي جمهور رئیس مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی دی.

حمدالله فطرت د دوشنبې په ورځ جولاۍ ۲۹ ( زمري اتم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د طالبانو د حکومت دغه پلاوی به ایران ته په دې درې ورځني سفر کې د مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره هم دوه اړخیزې خبرې ولري.

هغه لیکلي: "په دې رسمي سفر کې د افغانستان اسلامي امارت [طالبانو حکومت] او ایران اسلامي جمهوریت تر منځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لاپیاوړتیا، په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په حل او د همکاریو په پراختیا خبرې وشي... همدا راز د دې رسمي سفر په جریان کې د یوشمېر نورو هېوادونو له استازو او مسؤلینو سره به هم وګوري."

د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې د نوې ټاکل شوي جمهور رئیس مسعود پزشکیان د لوړې مراسم به د سه شنبې په ورځ وي.

دغه خبرې اژانس ویلي چې د لوړې په دغو مراسمو کې د ۷۰ امریکايي، افریقايي اواسیايي هیوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي، چې د شاوخوا ۶۰۰ خبریالان به یې په اړه راپورونه ورکوي.

د ایران مذهبي مشرعلی خامنه‌ يي د یکشنبې په ورځ مسعود پژشکیان جمهوري ریاست ته منصوب کړ او په یوې اعلامیې کې یې ویلي دي" ... ښاغلي ډاکټر مسعود پزشکیان ...د ایران سالامي جمهوریت د جمهور رئیس په توګه نومووم".

د ایران د اساسي قانون د ۱۲۱ مادې پر اساس د جمهور رئیس د لوړې مراسم باید د دغه هیواد د پارلمان په علني غونډه کې د ایران د قضایه قوې رئیس او د نګهبان د شورا د غړو په حضور کې ترسره شي.

ایران د نورو هیوادونو په څیر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو کابل کې یې خپل سفارت پرانیستي او د طالبانو حکومت لپاره یې خپل ځانګړی استازی او سفیر ټاکلی دی.

همداشان د ایران حکومت په تهران کې د افغانستان د سفارت چارې د طالبانو د حکومت دپلوماتانو ته سپارلي دي.

د عبدالکبیر ددغه سفر دمخه د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر هم د ایران د حکومت په بلنه دغه هیواد ته سفر کړی و. ایران د افغانستان په سترو اقتصادي شریکانو کې شمیرل کیږي.

اوس مهال له ایران څخه افغانستان ته په کال کې تر دوو ملیاردو ډالرو پورې توکي واردیږي، خو له افغانستان څخه دغه هیواد ته د صادراتو کچه ډیره ټيټه ده.