په پاکستان کې مقاماتو دوشنبه ډسمبر دویمه (لیندۍ۱۲) وویل چې د قومي مشرانو په مرسته یې په کورمه کې د سني او شیعه فرقو ترمنځ دویم اوربند وکړ.
د دغو دوو ډلو ترمنځ په تازه نښتو کې شاوخوا ۱۳۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
شخړه د نومبر په ۲۱ نېټه له هغه وروسته پیل شوه، چې د شیعه ګانو د موټرو په کاروان په وسله وال برید کې ۵۲ تنه ووژل شول.
که څه هم هیڅ کومې ډلې ددې برید کولو ادعا نده کړې خو د مړو له ښخولو وروسته یو شمېر شیعه ګانو په سنیانو باندې بریدونه وکړل، چې له کبله یې ۷۲ تنه ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ نور ژوبل شول.
د دوی ترمنځ اول اوربند د نومبر په ۲۴مه نېټه شوی و خو ډېر ونه پاید، .دا ځل مقامات هیله لري چې اوربند به نتیجه ورکوي.
د کورمې مرستیال کمېشنر جاویدالله محسود وویل چې قومي مشرانو د اوربند په خبرو کې مرسته وکړه او پولیس سیمې ته استول شوي دي چې سوله تامین شي.
پاکستان شاوخوا ۲۴۰ میلیون نفوس لري، چې ۱۵ فیصده یې شیعه ګان او پاتې یې سنیان دي. سره له دې چې شیعه او سني ګډ ژوند کوي، خو د ځمکې په سر دعوې او ځینې نور اختلافات د دوی ترمنځ مذهبي شخړو ته لاره هواروي.