د ننګرهار کانال په دولتي ځمکو کې د مالټو بڼوالي مخ په پراخېدو ده

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر او بڼوال وايي، که لا نورې دولتي ځمکې په اجاره ورکړل شي او لاسنیوی يې وشي، نو په ټوله کې د سټروسو او په ځانګړي توګه د مالټو بڼوالي به زیاته شي.

د دې ولایت فارم هډې اړوند څلورم بلاک سیمه کې د عبدالصبور په نوم یو بڼوال د کانال اړوند په شاو خوا ۱۱۲ جریبه ځمکه باندې د مالټو بڼوالي کړې ده.

عبدالصبور وايي، دا يې څلورم کال دی، چې بڼوالي يې کړې ده او په ټوله ځمکه کې يې تر ۷۰۰۰ زره پورې د مالټو بوټي نهال کړي دي، چې په خبره يې سږ کال يې څه نا څه حاصل هم کړی و.

دی وايي، دا ځمکې پخوا شاړې دښتې وې، خو اوس پکې د مالټو باغونه کرل شوي دي، چې له یوې مخې يې سیمه اباده کړې او له بله اړخه د مالټو ښه حاصلات ولري.

دی وايي، سږ کال يې هم د مالټو باغ څه نا څه حاصلات کړي و، خو هیله مند دی، چې راتلوونکې کال ته به يې د مالټو حاصلات لا زیات وي.

د هغه په خبره، چې لا هم باید کروندګرو او بڼوالو ته د کانال اړوند ځمکې په اجارو ورکړل شي تر څو له یوې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره شي او ورسره د ځمکو د ابادۍ ترڅنګ په کور دننه د مالټو حاصلات زیات شي.