ننګرهار کې د بټي کوټ د مالټو فارمونو د حاصل راټولول پیل شوي

Your browser doesn’t support HTML5

د ننګرهار د بټي کوټ د مالټو د فارمونو حاصلات رسېدلي او ددغو مالټو یو شمېر قراردادیان وايي، که څه هم سږ کال ږلۍ د مالټو باغونه د ګلانو په وخت کې وهلي وو او ښايي د تېر کال په پرتله يې حاصلات کم وي، خو بیا هم نرخونه يې ښه دي.

د دې فارمونو یو قراردادي عبدالطیف امریکاغږ ته وویل، چې د مالټو په راټولولو یې شروع کړې او هره ورځ ترې د جلال اباد ښار په ګډون ګڼ شمېر نورو ولایتونو ته مالټې لېږدول کېږي. نوموړي چې د بټي کوټ درېیم فارم سیمه کې د مالټو باغونه په قرارداد نیولې وویل، دا مالټې هم مشهورې او هم د کیفیت له پلوه خوندورې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې دا مهال د بټي کوټ مالټې یو پاکټ تر ۵۰۰ افغانیو پلورل کېږي او په وینا يې چې آن د ځینو ډېرو لېرو ولایتونو څخه خلک د چکر پر مهال هم دغو فارمونو ته ورځي او مالټې پېري.

دی وايي، په فارمونو کې په زرګونو کسان په کار بوخت دي، خو اوس چې د مالټو د راشکولو وخت دی نو هر باغ کې تر ۶۰ پورې مزدورکاران کار کوي.